دپيغمبرۍ په لسم کال ابوطالب وفات سو
کله ،چي دپيغمبرۍ لس کاله بشپړ سوه ابوطالب ناروغ سو دځانکندن پر مهال دقريشو مخور کسان ورته راټول سوه او ابوطالب يې دې ته وهڅاوى ،چي دخپل زاړه ناروا دين څخه وا نه وړي ،ابوطالب که څه هم کافر وو خو درسو ل الله(ص) ډېره مرسته يې کول .
دبله پلوه رسول الله(ص) داسلام دعوت ورکاوه ځکه ابوطالب درسول الله(ص) په زړه کي خاص ځاى درلودئ خو ابوطالب درسول الله(ص) دعوت قبول نه کړى دزاړه دين څخه اوښتل ورته شرم ښکارېدئ پر کفر باندي وفات سو په پايله کي رسول الله(ص) ته دوې غميزي پيښي سوې لومړى داچي اکا يې وفات سو دوهم داچي زړه ته ورتير اکا يې کافر د نړۍ څخه وکوچېدئ او ددوزخ تل پاتو عذابونو ته يې غاړه کښېښوده دده مبارک ددغه غم تسلي الله(ج) په قرآن کي وکړه .([1])
[1] : إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (56) سورة القصص الاية ٥٦ . البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٨ \ ٥٠٦ ) ، مسلم – الصحيح (بشرح النووي ) ٣ \ ٨٤ ، ٨٥ .
راتلونکې برخه:
دپيغمبرۍ په لسم کال دخديجې رضی الله عنها وفات
Order Orlistat Online Cialis Protocole Baclofene Ameisen Buy Gabapentin On Line Cialis Generico Soft