مخپاڼه / سیرت نبوی / د حضرت عمر (رض) اسلام راوړل

د حضرت عمر (رض) اسلام راوړل

د حضرت عمر (رض) اسلام راوړل

 

عمر (رض) د اسلام  راوړلو څخه مخکي د مسلمانانو  په تکليف  ورکولو  کي مشهور   وو  درسول  الله(ص)  د وژني هڅي يې کولې .([1])

يوه ورځ د کافرانو يوه جرګه جوړه سوې وه په  دغه جرګه کي  غوښتنه سوې وه  ،چي څوک به محمد(ص)  ووژني  ؟ عمر (رض) وويل : زه به يې ووژنم ، خلګو ورته وويل  : بېشکه ته يې وژلاى سي  ده هم  دستي  توره  را واخيسته  د محمد(ص)  د وژني  اراده  يې وکړه  کله ،چي را روان  سو  پر لاري  سعد بن ابي وقاص (رض) په مخه ورغلى پوښتنه يې ځني وکړه ،چي اې عمره ! چيري ځې ؟ عمر (رض) ورته وويل : ځمه ،چي محمد(ص) ووژنم  ( العياذ باالله) سعد بن ابي وقاص (رض) ورته وويل  : څومره بې فکره  سوى يې  که ته محمد(ص) ووژنې  دبنو زهره قوم  ، د بنو هاشم قوم  او دبنو عبد مناف  قوم  به تا ووژني عمر (رض) ته درد (غصه) ورغله  او ورته وې ويل : فکر کوم ،چي ته هم بې دينه سوى ( مسلمان سوى ) يې نو لومړى به ستا  کار وکړم  يعني وه به دي وژنم  بيا به ګورم ،چي څه وکړم  دا خبره يې وکړه  توره يې راوکښل  سعد بن ابي وقاص (رض) وويل : هو  زه مسلمان سوى يم خپله توره  ده هم را وکښل  د دواړو طرفو څخه د تورو وارونه شروع سوه کله ،چي حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) و عمر (رض) ته وويل : ته لومړى د خپل کور څخه ځان خبر کړه ،چي ستا خپله خور او اخښى دواړه  مسلمان سوي دي، عمر (رض) ،چي دا خبره واورېده  د درد څخه  نور هم ډک سو او برابر د خور کور ته روان سو د خور کور ته ،چي ورسېدئ  دده اخښي او دده خور دروازه تړلې وه دواړو يعني ښځي  او خاوند  دقرآنکريم  تلاوت کاوه ورسره حضرت خباب (رض) هم موجود و،  عمر (رض)په زوره دروازه ووهل، حضرت  خباب (رض) دده د ږغ سره دننه پټ سو دقرآن کريم سپاره د چابکۍ له امله  دباندي  ځني پاته سوه خور (فاطمې) يې دروازه خلاصه کړه  عمر (رض) دننه ورغلى  و اخښي ته يې وويل : څه مو کول او دا آواز د چا وو ؟ اخښي يې ورته وويل خبري اتري مو کولې عمر (رض)   ورته وويل :  ايا تا خپل دين پرې ايښى دئ  او بل دين ته اوښتى يې ؟ اخښي يې ورته وويل : که بل دين حق وي نو بيا ؟  عمر (رض)،چي دا واورېدل  دستي يې اخښي تر ږيره ونيوى  ږيره يې   ځني وکښل پر مځکه يې را غوزار  کړ، ښه يې وواهه  خور يې د خلاصولو هڅي کولې  خو ده  پرمخ  باندي په دومره  زور سره په چپلاخه  ووهل ،چي تر مخ يې ويني  رواني سوې آخر  داخو هم  دعمر خور وه  ورته وې ويل :  موږ له دې امله وهل  کېږو  ،چي  مسلمانان سوي يو  بېشکه  موږ  مسلمانان يو  څه ،چي ستا په  وس وي هغه  وکړه  ، په دغه حالت  کي د عمر (رض) پرهغه  سپاره سترګي ولګېدې ،چي په تلوار کي  دباندي پاته سوې وه  او دقرآنکريم اياتونه  پر ليکلي وه  په دغه  وخت کي د عمر (رض) درد په وهلو  کم سوى وو او دخور  ويني يې وليدې  ،چي ډېري بهېدلې ، شرم  ورته ورېدئ  نو خورته يې وويل :  ښه ته راته  ووايه  داڅشي دئ ؟  خور يې ورته وويل : ستا لاس نا پاکه دئ  ناپاکه لاس  ودې سپارې ته نسي ورتلاى عمر (رض)،چي هر څومري ټينګ  سو  خو خور يې و بې اودسه  او بې غسله  چاته  د قرآنکريم  اياتونه  نه ورکول آخر عمر (رض) ولاړئ غسل يې وکړئ  او هغه پاڼه يې  واخيستل .  په دغه پاڼه کي سورة ] طه [ ليکلى وو عمر ددغه سورة  ويل پيل  کړل ، کله ،چي تر( إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي) پوري ورسېدئ  حال يې بدل سو  خور او ا خښي ته يې وويل :  ښه دئ ما هم د محمد(ص)  خدمت ته بوزئ  ددې خبري  په اورېدلو  سره حضرت خباب (رض) دباندي راوواتى  او ورته وې ويل  : اې عمره ! زه تاته زيرى درکوم  ،چي پرون  دپنجشنبې  په ورځ رسول الله(ص) داسي دعا وکړه  ،چي اې الله(ج)  ! په عمر او ابو جهل کي ،چي کوم يو تاته  خوښ وي  په هغه سره اسلام ته قوت ورکړې  يعني مسلمان يې کړې ( دوى دواړه په قوت  سره مشهور وه )  خباب’ زياته کړه معلوميږي ،چي د رسول الله(ص)  دعا  ستا په هکله قبوله سوې ده  ددې څخه وروسته عمر (رض) درسول الله(ص)  وخدمت  ته حاضر  سو او دجمعې په سهار يې اسلام  راوړى.([2])

کله ،چي حضرت عمر (رض) مسلمان سو د کافرانو مورال ټيټ سو خو بيا هم مسلمانان يوه کوچنى ډله وه  او په کافرانو ټوله مکه ډکه وه  بلکي ټول  عرب  کافران وه د عمر (رض) په مسلمانېدو کافرانو نور هم  زور  واخيستى  مشورې او جلسې يې پيل کړې  او د با عزته  مسلمانانو  د له منځه  وړلو هڅي يې کولې  او بېلا بېل  پلانونه يې جوړول مګر مسلمانانو ته  دعمر (رض) په مسلمانېدو يو وياړ ور په برخه سو هغه داوو ،چي مسلمانانو په مسجدحرام کي په ښکاره لمونځ کول پيل کړ  ، حضرت عبدالله  بن مسعود(رض) فرمايي : د عمر (رض) مسلمانېدل  دمسلمانانو  فتحه وه  او هجرت يې  دمسلمانانو  ملاتړ وو او خلافت يې  رحمت وو.([3])

 

[1]  : احمد – المسند ٦ \ ٤٢٧ ، ابوداود – السنن ٢ \ ٥٣٨ ، النسائي – السنن ٦ \ ١١٩ .

([2] ) البخاري – الصحيح ( فتح الباري  ١٥ \ ٢٥ ) احمد فضائل الصحابة ١ \ ٢٧٨ ، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ١٩٢ ) مسلم – الصحيح ( بشرح النووي ٩ \ ٥٩ ) ، ابونعيم – دلائل ١ \ ٣٦٢ .

[2]  : احمد – المسند ٦ \ ٤٢٧ ، ابوداود – السنن ٢ \ ٥٣٨ ، النسائي – السنن ٦ \ ١١٩ .

([3] ) اسد الغابة  ٢ \ ٣١٥ .

راتلونکي برخه :

پوښتني

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

3 تبصیری

  1. Pregnancy Category And Amoxicillin Effets Secondaires Cialis Yeux Cialis Cialis Cuanto Vale Cialis Y Enalapril Prix Du Cialis En Andorre

  2. The most butterfly PDE5 viscosity Cialis mail order usa Accept generic viagra magical may suffocate multilayered citizens