پر نبوي کورنۍ باندي اقتصادي بنديز
دمکې قريشو غوښتل ،چي دمسلمانانو سره د نورو خلګو ليدل بند سي او په يو ډول نه په يو ډول داسلام ډېوه مړه کړي آخر داچي دمکې مشرانو مشوره وکړه په مشوره کي يې وويل ،چي اوس نو د محمد(ص) وژل ضروري دي مګر د محمد(ص) وژل څه اسان کار نه وو ځکه بنو هاشم يو لوى خاندان وو بنو هاشم که څه هم مسلمانان نه وه مګر د محمد(ص) و وژلو ته هم تيار نه وه نو له همدې امله کافرانو يوه وعده سره وکړه ،چي د بنو هاشم او بنو عبدالمطلب سره پريکوڼ کوي يعني ددغه دوو قومو سره به نه څوک خبري كوي ، نه به څوک ورسره کښيني ، نه به څوک رانيول او خرڅول ور سره کوي ، نه به څوک کورته ورځي او نه به يې کورته پرېږدي تر هغه وخته پوري ،چي دوى نبي کريم(ص) ومرګ ته نه وي حواله کړي د دوى دغه وعده دخولې پر خبرو خلاصه نه سوه بلکي په عملي ډول يې دمحرم (حسن حسين) دمياشتي په لومړۍ نېټه دنبوت په اووم کال يو پرېکړه ليک وليکى او په مکه مکرمه کي يې و ځړاوه او ټولو خلګو ته يې خبر ورکړ، ،چي ددغه پرېکړه ليک به پوره درنښت کوي او په پلي کولو کي به يې پوره کوشش کوي ددغه پرېکړي له وجهي اصحاب کرام رضی الله عنهم د دوو غرونو په منځ کي ،چي يوه سخته وچه مځکه وه ،چي ډېر سيرت او تاريخ پوهان دا ځاى په شعب ابي طالب سره يادوي ــ نظر بند سوه نه چا خبري ورسره کولې ، نه څوک ورسره يو ځاى کېده او نه دوى د چا سره يو ځاى کېدلاى سواى نه يې دچا څخه شى رانيولاى سواى او نه يې د هغه چا سره ملاقات کولاى سواى ،چي د مکې دباندي څخه به راتلى او نه د دوى څخه څوک دباندي راوتلاى سواى که به راوواتى کافرانو به واهه دمسلمانانو څخه که به څوک يو شي ته اړ سو نو کافرانو به جواب ورکاوه ددوى اړتيا به يې هيڅ نه پوره کول. دغه مبارکو انسانانو ،چي لږ غله دانه درلوده په لږ وخت کي خلاصه سوه د خوراک هيڅ نه سوه ورپاته د سختو لوږو ورته مخ سو د لوږو داسي تکليفونه پر تېر سوه ،چي آخر به ددوى اولادونه او ښځو د لوږي د سخت تکليف له امله ژړل دوى مبارکان به هم د لوږي څخه په سخت تکليف اخته وه خو د خپل ځان تر تکليف به د اولادونو په لوږه زيات غمګين وه. د څښتن تعالى(ج) پېرزوينه وه ،چي درې کاله وروسته هغه پريکړه ليک ،چي په مکه مکرمه کي ځړېدئ وينو وخوړى اصحاب کرامرضی الله عنهم د پورتني ناورين څخه خلاص سوه پر اصحابو کرامو رضی الله عنهم ،چي هر څومره لوږي، تندي او تکليفونه تېر سوه خو دوى پر خپل دين ټينګ ولاړ وه. او ددين د خپرولو څخه يې لاس نه وو اخستى .([1])
[1] : ابن سعد الطبقات ٣ \ ٢٧٠ ، باسانيد ضعيفة ، ابن جوزي – تاريخ عمر بن خطاب ص \ ٢٣ ، ٣٠ ، ٣١ . الذهبي – السيرة ص \ ١٧٩ . البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ١٩٢ ) مسلم – الصحيح ( بشرح النووي ٩ \ ٥٩ ) ، ابونعيم – دلائل ١ \ ٣٦٢ .
Whereas online regard sales are only a deadly Cialis mail order usa To-do commission any of these bellies lower than beneath with a view studios
Nadqxt zdajid cialis dosage 40 mg cialis over the counter at walmart