و حبشې ته د مسلمانانو هجرت
کله ،چي حضرت محمد(ص) اصحابو رضی الله عنهم ته اجازه ورکړه ،چي ددې ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ سي زياتو اصحابو کرامو رضی الله عنهم وحبشې ته هجرت وکړ، دحبشې پاچا که څه هم عيسايي وو تر دغه وخته پوري لا مسلمان سوى نه وو مګر د زړه په نرموالي او عدل خوښوني سره مشهور وو دخداى تعالي (رجب) په مياشت کي دنبوت په پنځم کال د يوولس يا دوولسو نارينوو دڅلورو يا پنځو ښځو پوري يوې ډلي وحبشې ته هجرت وکړ، د مکې ناروا قريش په مهاجرو مسلمانانو پسي سوه ،چي په هجرت کولو بريالي نه سي خو دالله(ج) فضل وو ،چي مسلمانان په لاس نه ورغلل، اصحاب کرام رضی الله عنهم حبشې ته ځني ورسېدل حبشې ته ،چي ورسېدل .
کله ،چي مسلمانان په حبشه کي ځاى پر ځاى سوه په هغه ځاى کي خبر سول ،چي دمکې خلګ ټول مسلمانان سوي دي او اسلام غالب سوى دئ دوى مبارکان په دې خبره ډېر خوشحاله سوه او بېرته خپل وطن ته را روان سوه کله ،چي مکې ته را نژدې سوه ورته معلومه سوه ،چي پورتنۍ خبره بې بنسټه ده او دمکې خلګ د پخوا په څېر بلکي تر هغه لا زيات دمسلمانانو په ځورولو اخته دي نو ډېر خوابدي سوه ځينو مبارکو اصحابانو رضی الله عنهم بېرته و حبشې ته تشريف يووړى ، ځينو بيا ديو چا څخه پناه واخيسته او مکې ته داخل سوه.([1])
دغه هجرت ته دحبشې لومړى هجرت ويل کېږي ، ددې څخه وروسته يوه لويه ډله د درواتيا نارينه وو ، اتلس ښځو څخه جوړه وه په بېل بېل ډول يې وحبشې ته هجرت وکړ، دغه هجرت ته دحبشې دوهم هجرت ويل کېږي ، ځينو اصحابو رضی الله عنهم يو هجرت کړي دي او ځينو دواړه هجرتونه کړي دي .
کافرانو ،چي مسلمانان وليدل ،چي په حبشه کي آرام ژوند تېروي نو نور يې درد (غصه ) زياته سوه دايې نه سواى زغملاى ،چي مسلمانان دي ارام او هوسا ژوند وکړي نو ددې لپاره ،چي پر مسلمانانو باندي ارام ژوند تريخ کړي ــ ډېري تحفې يې برابري کړې يوې ډلي ته يې په لاس ورکړې ،چي دحبشې پاچا نجاشي ته يې ور وړي، څو پاچا مسلمانانو ته په قهر کړي ، همدا ډول يې هغه خاصو کسانو (پادريانو) ته هم تحفې ورواستولې ،چي دپاچا سره يې نژدې ناسته درلوده د مکې دکافرانو ډله ،چي کله حبشې ته ورسېده نو لومړى يې د واکمنانو او پادريانو سره وليدل او تحفې يې ورکړلې ددوى څخه يې وعده واخيسته ،چي پاچا ته به يې سپارښت کوي بيا دغه ډله د پاچا و دربارته حاضره سوه لومړى يې پاچا ته سجده وکړه بيا يې تحفې ورکړې ، دتحفو ورکولو وروسته يې پاچا ته خپل خواست وړاندي کړ، ددوى خواست خو معلوم وو خو د ښه روښانتيا په موخه ويلاى سو ،چي دخواست متن يې په دې ډول وو : اې پاچا! زموږ دقوم يو څو بې عقلانو هلکانو خپل زوړ دين پرې ايښي دئ يو نوى دين يې غوره کړى دئ ، داسي دين دئ ،چي نه يې موږ پېژنو او نه يې تاسو پيژنئ ، دغه ددين څخه اوښتي بې عقلان دلته ستاسو هيواد ته راغلي دي ، دلې اوسيږي موږ دمکې مشرانو ، ددغه هلکانو پلرونو ، اکا ګانو او خپلوانو رالېږلي يو ،چي دغه کسان بېرته د ځان سره بوزو تاسو دوى موږ ته وسپارئ.
کله ،چي دوى خبري بشپړي کړې هغه واکمنانو او پادريانو ،چي دوى رشوت ورکړى وو د دوى پلوي يې وکړه او پاچا ته يې ددوى ښه سپارښت وکړئ . پاچا ورته وويل : کومو کسانو ،چي زما په هيواد کي پناه اخيستې وي دڅېړني پرته يې تاسو ته نه سم سپارلاى لومړى به هغه راغواړم معلومات به ځني لاسته کوم که چيري ستاسو خبره صحيح وه نو تاسو ته به يې دروسپارم اوکه ستاسو خبره درسته نه وه نو ستاسو غوښتنه نه سم پوره کولاى، دستي يې مسلمانان راوغوښتل په لومړى وخت کښي مسلمانان ډېر خوابدي سول ،چي څه به کوو خود الله(ج) مرسته او فضل وو ،چي په همت يې دا پرېکړه وکړه ،چي پاچا ته به ورځو او پاکه خبره به ورته کوو ، کله ،چي مسلمانان و شاهي دربار ته را ورسېدل لومړى يې سلام ووايه دستي يو چا نيوکه پر وکړه ،چي دوى د پاچا ادب ونه کړئ يعني پاچا ته يې سجده ونه کړه ، مسلمانانو ورته وويل ،چي زموږ نبي(ص) د الله(ج) څخه پرته وبل چاته دسجدې کولو اجازه نه ده راکړې . ددې خبرو وروسته پاچا د دوى د حالاتو پوښتنه وکړه حضرت جعفر’ ورمخکي سو پاچا ته يې وويل : اې پاچا ! موږ په ډېر سخت جهالت کي پراته وو نه مو الله(ج) پېژانده او نه دهغه په رسولانو خبر وو ، د ډبرو عبادت به مو کاوه ، مرداري به مو خوړلې ، بد کارونه به مو کول ، خپلوۍ مو پرې ايښي وي ، زورور سړى به کمزورى کس واژه ، موږ په دې حالت کي وو ،چي الله(ج) يو رسول راولېږى ، داسي رسول دئ ،چي موږ يې نسب ، صداقت ، ايمانداري او پرهېزګاري ښه پېژنو ،دغه رسول موږ د يوه الله(ج) يعني د شريک پرته و عبادت ته راوبللو ، د ډبرو او بتانو دعبادت څخه يې منعه کړو، د ښو کارونو حکم يې راته وکړ، د بدو کارونو څخه يې منعه کړو، موږ ته يې د رشتيا ويلو ، امانتدارۍ ، وصيله رحمۍ ، د همسايه سره د ښه سلوک ، دلمانځه کولو ، روژې نيولو ، خيرات ورکولو او دښو اخلاقو حکم وکړ، همدا ډول يې دزنا ، بدکارۍ ، درواغ ويلو ، ديتيم دمال خوړلو ، پر چا د تهمت ويلو او داسي نورو بدو عملونو څخه منعه کړو . موږ ته يې د قرآنکريم ښوونه راکړه موږ پر هغه ايمان راوړى او دهغه حکمونه مو ومنل همدا لامل وو ،چي زموږ قوم زموږ دښمنان سوه او دهر ډول تکليفونو رارسول يې شروع کړه موږ اړ سو ،چي د خپل نبي(ص) د لارښووني سره سم ستاسو په هيواد کي پناه واخلو . پاچا وويل : کوم قرآن ،چي ستاسو نبي تاسو ته راوړى دئ د هغه څخه ماته يو څه واوروئ ! حضرت جعفر’ د سورت مريم لومړني اياتونه ورته تلاوت کړه پاچا ،چي دقرآنکريم دغه اياتونه واورېده دى او دده پادريان ،چي دلته موجود وه ټولو ډېر وژړل آن تردې ،چي ږيري يې لندې سوې ،چي په قرانکريم کي الله(ج) هم اشاره ورته کړې ده.([2])
وروسته پاچا وويل : په الله(ج) قسم يادوم ،چي دغه کلام او هغه کلام ،چي حضرت عيسي(ع) راوړى دئ ديوه نور څخه را وتلي دي په پايله کي يې دمکې وخلګو ته انکار وکړ، ،چي زه و تاسو ته دغه مسلمانان نسم سپا رلاى دمکې خلګ ډېر خوابدي او سپک سوه .([3])
بيا يې هم زړه ارام نه کاوه په پخپلو منځو کي يې مشوره پيل کړه ، په دوى کښي يوه وويل : زه به سبا يو داسي چل وکړم ،چي پاچا د دوى ريښې پرېکړي ملګرو ورته وويل : داسي کار نه دئ په کار ځکه که څه هم دوى مسلمانان سوي دي بيا هم زموږ خپلوان دي خودغه سړي نه ومنل سبا بيا و پاچا ته ورغلل پاچا ته يې وويل : پاچا صاحب ! دغه مسلمانان ستاسو د پيغمبر حضرت عيسي(ع) په هکله بې ادبي خبري کوي او وايي ،چي حضرت عيسي(ع) د خداى(ج) زوى نه دئ پاچا د دوهم ځل لپاره مسلمانان راوغوښتل ، مسلمانان د غوښتني پر مهال د تېر وار په پرتله زيات خواشيني سول په هر صورت مسلمانان پاچا ته ورغلل پاچا ورته وويل : تاسو دعيسي(ع) په هکله څه واياست ؟ مسلمانانو ورته وويل : موږ دعيسي(ع) په هکله هغه څه وايو ،چي الله(ج) زموږ پر نبي(ص) باندي نازل کړي دي پاچا ورته وويل : ستاسو پر نبي(ص) باندي د عيسي(ص) په هکله څه نازل سوي دي ؟ مسلمانانو ورته وويل : عيسي(ص) دالله(ج) نبي دئ ، دالله(ج) بنده دئ ، دالله(ج) روح دئ ، دالله(ج) کلمة ده الله(ج) د يوې پيغلي ( بې واده ) ښځي يعني بي بي مريميB په وجود کي پيدا کړ او بيا يې وزيږوئ . نجاشي پاچا ورته وويل : ستاسو خبري رشتيا دي ځکه عيسي(ع) هم تر دغه خبرو زياتي نه دي ويلي دپاچا سره ناستو پادريانو بک، بک شروع کړ، يعني خبري يې سره واړولې خو پا چا ورته وويل : تاسو ،چي هر څه واياست خو حقيقت داسي دئ لکه مسلمانان ،چي وايي ددې څخه وروسته يې دمکې کافرانوته بېرته تحفې په لاس ورکړې اوناهيلي يې له خپله درباره څخه وشړل .([4])
بيا يې مسلمانانو ته وويل : تاسو نور په امن کي ياست هر څوک ،چي تاسو ته تکليف رسوي تاوان به ورکوي بيا يې دغه اعلان هم وکړ، ،چي مسلمانان په امن دي هر څوک ،چي تکليف ورکوي تاوان باندي لازم دئ.([5])
په دغه وخت کي په حبشه کي دمسلمانانو عزت نور هم زيات سو دمکې د کافرانو ډله سپکه او رسوا سوه په دغه کار دمکې دکافرانو دحسد جذبه نوره هم زياته سوه دوى بله دردونکې خبره لا داوه ،چي حضرت عمر’ هم اسلام راوړى وو دده مبارک په اسلام سره هم دوى ډېر سوځيدل .
[1] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧\ ١٨٧ ) ابن سعد – الطبقات ١ \ ٢٠٤ .
[2] : لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آَمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آَمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ (82)
[3] : ابن هشام – السيرة ١ \ ٢٨٩ ، ٢٩٣ .
[4] : ابن هشام – السيرة ١ \ ٤١٣ ، ٤١٨ .
([5] ) ابن هشام – السيرة ١ \ ٤١٣ ، ٤١٨ .
راتلونکي برخه:
پر نبوي کورنۍ باندي اقتصادي بنديز
To assignment the cubes adjust As and the fogle Cialis low price Expert spinach is not simple