مخپاڼه / سیرت نبوی / دابو طالب څخه دقريشو غوښتنه

دابو طالب څخه دقريشو غوښتنه

دابو طالب څخه دقريشو غوښتنه

قريشو په يو ځايي ډول وابوطالب ته وويل ،چي ته په موږ کي ددرنښت وړ انسان يې ته خپل وراره منعه کړه ځکه هغه زموږ خدايانو ته بدرد او ښکنځل کوي ، زموږ پلرونه توهينوي ، زموږ دين ته بد دين وايي ، يو نوى دين يې راوړى دئ ،چي موږ يې هيڅ نه پېژنو حال داچي موږ په خپل وخت كي دټولو خلګو اشراف خلګ يو که دغه دعوت روان وي زموږ ډېرى خلګ به نوى دين ته واوړي او خلګ به بيا موږ ته په سپکه سترګه ګوري که يې منعه کولاى نه سې نو لاس ځني واخله او موږ ته يې راپرېږده  . ابوطالب ،چي ددوى خبري واورېدې دوى يې په ډېره نرمه لهجه باندي ترځان تېرکړه . دوى هم ولاړه . څه وخت وروسته بيا راغله بيا يې په هغه ډول غوښتنه ځني وکړه لکه تېر ځل ،چي يې ځني کړې وه ، ابوطالب ،چي ددې ځلي ددوى خبري واورېدې نو خپل وراره حضرت محمد(ص) يې راوغوښتى او ټوله قصه يې ورته وکړه بيا يې غوښتنه ځني وکړه ،چي دغه دعوت نور پرېږده، رسول الله(ص) په جواب کي ورته وويل : که مي په راسته لاس کي لمر کښېږدې او په چپه لاس کي مي سپوږمۍ کښيږدې لا به دالله(ج) د لوري څخه امر سوى دعوت پرې نه ږدم ، بيا رسول الله(ص) وژړل او روان سو ابوطالب بېرته ږغ پسي وکړى ، را وې غوښتى او ورته وې ويل : خپل دعوت کوه دټولو خلګو جواب زه وايم هيڅکله به ددوى غوښتني نه ومنم .([1])

[1]  : سيرة ابن هشام ١ \ ٢٩٩ ، الطبري – التاريخ ٢ \ ٣٢٦ ، ابن کثير – السيرة ١\ ٤٧٤  .

راتلونکی برخه:

قريشو دعامو مسلمانانو وځورولو ته ملاوتړل

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

2 تبصیری

  1. Hydrazine bisexual reddening or unshakeable benedictine Buy cialis online cheap Overtaking laminitis