مخپاڼه / بیلا بیل / دخلاصون لار

دخلاصون لار

دخلاصون لار

درنولوستونکو! دبشريت دتاريخ په اوږدو کي انسانانو خورا زياتي ناخولي ليدلي دي البته دا هغه مهال کله ، چي به ددوى څخه لار ورکه سوه په ځانګړي ډول دتاريخ په هغه پړاو کي کله ، چي قيامت نژدي سو او ددنيوي ژوندي دوروستى پيغمبر حضرت محمد0 سهارنۍ وږمې مخ پر ځلېدو کړ، اودجهالت دتوري تياريکۍ پر ځاى داسلام دسباوون څرک پرپړکېدو سو.

پرهمدې مهال خلک داسي دشيطان تابع ګرځېدلي وه ، چي سره ددې ، چي شيطان خورا زيات توانانونه هم ورسولي بيا هم دوى دشيطان په دښمنۍ نه پوهېدل ، ژوند تش دنفساني خواهشاتو ښکار وه په ژوندانه کي پرته ددې دجهالت فولادي موټي ورځ تربلي پکښي پياوړي سي نور څه پکښي نه وه تاريخ پردې شاهددئ ،چي څښتن تعالىY دخپل رحم ددرياب څخه پردې نړۍ باندي څو څاڅکي واورول داسلام دځلا وړانګي وځلېدې دنړۍ څخه دتور ناورين ټغر پرټولېدو سو آن تردې ،چي دنړۍ دزياتو سيمو دآسمان په افقو کي دنېکمرغۍ ستوري وځلېدل خلکو دهوسايۍ ساه واخيسته دهمت ، اقتصاد ، بريا ،دنيکمرغۍ ګټي يې په برخه سوې او داسي نوري بې شمېره لاسته راوړني دمنونکى بشريت په برخه سوې داچي کومي ګټي مو يادي کړې داتش داسلام يوه هغه ستره اغيزه وه چي په دنيا پوري اړه لري ځکه داسلام پيروانو اسلام جوړ وساتى خپلي نيمګړتياوي يې له منځه يووړې.

بدبختانه دوخت په تېرېدو سره همدا دنيکمرغۍ لمر پر لوېدو سو بدبختۍ لاره پيداکړه دمسلمانانو ديوالي فولادي رسۍ وشکېده مسلمانان ټوټې ،ټوټې سوه مقابل او مخالف لورى ځني پاته سو ، په خپلو کي سره ولوېده، عقيدوي بېل والى رامنځته سوه ،دخپل منځيو وينو تويېدو ويالې پر بهېدو سوې پتمن خلک بې پته سوه درانه خلک سپک وپېژندل سوه ، سپک خلک درانه وګنل سوه ، عالمان ناپوهان وګڼل سوه ، جهالت دپوهي ځاى ونيوى دښځو دحيا اسمان ونړېدئ داسي لاري چاري دپرديو له خوا ورته ولټول سوې ،چي په خپله خوښه دبې حيايۍ درياب ته ورګډي سوې داسلام مين خلک لالهانده په تحير کي پاته سوه ،چي ولي داسي ناورين رامنځته سو موږ خو يوخت داسي و، چي دنړۍ ستر امپراطوران راڅخه لړزېده ، هغه ماڼۍ ،چي اوس يې کرملين اوسپينه ماڼۍ نمائندګي کوي موږ ته يې سجدې کولې بالاخره اوس داسلام مينو خلکو مظلومانه اوښکي بهيږي خپل عزت غواړي خو په لاس نه ورځي نورو خلکو ته هم داسوال پيدا سوى دئ ، چي په دې مسلمانانو څه وسوه؟ ،چي يو وخت نړۍ ستر امپوراطوران وه او اوس تش خپل هاويت نه سي ثابتولاى؟

زه هم داسي وايم ، چي داپوښتني بايد وسي ، چي دمسلمانانو په پتمن برخليک کوم جادو وسو، چي دداسي ناوړه برخليک سره مخ سوه.

دپورتنى پوښتني په لومړى اجمالي جواب کي بايد ووايم ،چي داسلام اغيز له منځته تللى دئ ځکه داسلام اغېز دده په پوره تطبيق پوري اړه لري او پوره تطبيق يې نسته.

هوکي : داهم دالله( دامر څخه سرغړونه ده ځکه اللهY داسي فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً (سورة بقرة الاية : ٢٠٨)

ژباړه : اې مؤمنانو ! په اسلام کي په تمامه معنا (په پوره توګه) داخل سئ.

يعني داسلام ټوله امرونه ومنئ که څوک پدغه امر عمل ونه کړي يعنى داسلام ټوله اصول پلي نه کړي څرګنده ده ،چي داسلام اغېز به نه وي چي دپورتنيو برياوو څخه عبارت دئ دلا ښه روښانتيا په موخه ويلاى سو ،چي په ژوند کي ځيني آلې لکه ساعت ، موټر اوداسي نور هغه وخت خپل اثر شيندي ،چي ټول عناصر يې  روغ اوپوره وي ،که يې يو يادوه عنصره خراب او يا کم سي هيڅکله خپله اثر نه شيندي او نه کومه ګټه څوک ځني اخستلاى سي،چي دوخت ورکولو اويا چابک تګ څخه عبارت دي ، هغه وخت به خلک ګټه ځني پورته کوي ، چي عناصر يې ور پوره او روغ کړي.

اسلام هم ،چي اغيزې (اثرات) يې ستره حريت (ازادي) ، آمريت ، بريا ، لوړ مورال ، ستر اقتصاد، بې جوړې يوالى اوداسي نوردي ــــ  هغه وخت دغه اثرات شيندي ،چي ټول عناصر يې روغ  اوپوره وي يعني داسلام ټول اصول پلي سوي وي.

کله ،چي ځينو خلکو داسلام ځيني ټکي له پامه وغورځول نوي اويا دپرديو تګ لاري يې خپلي کړې داسلام اغيزې پرکمېدو سوې دوخت په تېرېدو سره ،چي خلک څومره داسلام څخه ليري پاتېده په هغه کچه داسلام اغيزې پرکمېدو وې آن تردې ،چي دمسلمانانو حريت ، غيرت ، ملي او مذهبي ټول نواميس تر پښو لاندي سوه ، ولي به داسي نه وي؟ ددنيا هغه کافران ، چي تراوسه يې لا دهغه کړيو نښانې په لاس کي پاته دي ،چي موږ دوى ته وراچولي وي ـــ  زموږ ټول مقدسات تر پښو لاندي کوي.

زموږ دوروڼو سرونه پرېکوي ، بيا لوبي په کوي.

زموږ پرکورونو باندي په وحشيانه ډول بريدونه کوي.

زموږ خويندي ميندي بې پته کوي.

اې مسلمانه! ، چي ستا خور ، ستا مور ، ستا مېرمن او يا ستا کومه بله قريبه يو نجس کافر تر لاس نيسي ، لوڅه يا نيمه لوڅه يې دباندي راباسي دا ستا غيرت قبلوي؟ کمزوري لاڅنګه وي؟

ستا مسجد ته ورځي ستا عبادت پرځاى باندي نجس کافران دبوټو سره ګرځي ، ستا ددين پر سپېڅلي قرآن باندي نجس قدمونه ږدي تر پښو يې لاندي کوي ، دا ستا غيرت قبلوي؟ کمزوري لاڅنګه وي؟

تا په خپل کور کي وژني ، ستا زوى دروژني ، ستا دکلي او وطن په لسګونو کلي ورانوي ، په يوه شپه دسلو کالو هديره درجوړوي، زما دزړه سره! ته پلټنه وکړه، ستا په ملک دبمباريو لويي ، لويي په لسګونه هديري دي، ستا دکلي ماشومان هلکوان او نجوني سره لاسونه دکافرانو دلاسه ټوټه په شاميو کي ايښودل کيږي دا ستا غيرت قبلوي؟ کمزوري لاڅنګه وي؟

ته دومره کمزورى يې ، چي ستا ورور او زوى يې په مرميو ويشتلى وي محض راخستلاى يې لا نه سي ، انتقام او دلامل پوښتنه خو لاڅه کوي دا ستا غيرت قبلوي؟ کمزوري لاڅنګه وي؟

لنډه داچي بدبختي ، کمزوري او مظلوميت داوج نقطې ته رسېدلى دئ.

په هرصورت اوس خوپېښه ده پرمسلمانانو باندي دظلم غرونه راچپه دي هغه وخت خويې تېردى ،چي  مسلمانان خپل دښمنان ترخپل ګورت لاندي  راولي اوس په خپلو سيمو کي هم دازادۍ ساتلو توان نه لري دواکمنۍ هيله خو يې دناهيلۍ په درياب لاهو سوې ده دغلامۍ په حال کي عقيدوي ازادي هم نه لري دساري په ډول په اسلامي لباس کي نه سي پاتېدلاى ، دينى زده کړو ته يې نه پريږدي ، دديني زده کړو مرکزونه يې ورته ورانوي ،ښځي يې په پت کي نه پريږدي دې ته يې اړباسي ،چي دبي حيايۍ بازارته راووزي ، قرآني قانون دافراطيت په نامه يادوي ،نوى قانون ورته جوړوي اوحال داچي په دې هرسړى پوهيږي ،چي قرآن داللهY جوړسوى قانون دئ اونوي قوانين انسانانو جوړکړي دي ښکاره خبره ده ،چي داللهY جوړسوى قانون دانسانانو پرجوړسوى قانون باندي غوره دئ ،په دې خويې نه پريږدي  ،چي قرآنکريم دعمليت څخه وغورځوي بلکي په چټل ځايونو اومردارخونو کي يې ورته وغورځوي ، په پغمبرr باندي يې پسخندونه وهي (العياذبالله) ، علمآء يې لوڅ لپړ دنړۍ پررسنيو ښکاره کوي ،کوم څوک چي خپلو ورڼو ته دخپل دين دخپراوي خبره کوي دجګړه مارپه نامه يې يادوي ترنامعلوم وخت پوري يې په بندمحکوموي ، توهينوي يې ، شکنجې ورکوي اوداسي نورعذابونه ورکوي ،چي ليکل يې سترګي اوزړه دواړه ژړوي ددين پلي کول خو شونى نه دى تبليغ يې لاپه پوره ډول نه سي کېدلاى آخرداچي مسلمانانو ته ژوند دوزخ جوړسوى دئ خپل ژوند ته اميدنه لري په اسلامي هيوادو کي دژوندانه دټولو ځانګړتياووڅخه بې برخي دي دهغه مسلمانانو حال خو پرېږده ،چي دکافرانو په منځو کي اوسيږي.

اوس پوښتنه داده ،چي ددې ناورين څخه دوتلو لاره سته ؟ که وي څنګه به وي ؟ څوک به يې ښوونکى وي ؟  جواب يې حتما سته ، هم دخلاصون لاره سته او هم بېرته هغه پخوانۍ ګټي را ژوندي کېدلاى سي هغه په لاندي ډول دي:

… نور بيا

 

په جهادي او مذهبي مينه

ساجد ستاينوال

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

11 تبصیری

  1. Brand Propecia Tab Amoxicilina Low Price Cialis Generique Moins Cher Cialis Que Produce La Propecia

  2. Viagra Venta Espana Cialis Levitra 20 Mg Precio En Espana

  3. Drug Rehab Programs

    Substance Use http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Long Term Drug Rehab Near Me
    http://aaa-rehab.com

  4. Deceased on the side of expansiveness is written and views many people inter giver durante Cialis fast delivery usa are habits B D