دوزخيانو ته به غساق ورکول کيږي
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا (24) إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا (25) [1]
ژباړه: دوزخيان به په دوزخ کي دهيڅ يخنى او څيښلو څکه ونه کړي مګر ايشېدلي اوبه او غساق به ورکول کيږي.
رسول الله(ص) فرمايي: که دغساق څخه يوه څلواغه په دنيا کي واچول سي ټوله دنيا به بدبويه کړي.
غساق څه ته وايي؟
دغساق په اړه علماء په يوه خوله نه دي دمرقاة مؤلف دغساق په اړه څلور ويناوي رانقل کړي دي چي دلاندنيو ويناوو څخه عبارت دي:
- ددوزخيانو ژړي اوبه دي ، هغه چرک دئ چي ددوزخيانو دزخمونو څخه راوزي.
- دغساق څخه مراد ددوزخيانو اوښکي دي.
- دغساق څخه مراد هغه يخني ده چي دوزخيانو ته به عذاب په ورکول کيږي
- دغساق څخه مراد هغه ژړي او بدبويه اوبه دي چي ډيري يخي به وي دخوراک به نه وي مګر دوزخيان به يې دمجبورۍ څخه خوري.
په هر صورت غساق ډېر بد شى دئ چي الله( ددوزخيانو لپاره پيدا کړى دئ . ] اللهم اعذنا منه [
[1] : سورة نباء الايتان ٢٤ ، ٢٥.
راتلونکي برخه:
لکه ويلي سوي مس داسي اوبه به ورکول کيږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخذ: د دوزخ او دوزخيانو حالات
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد