دوزخيانو ته به دزقوم درخته ورکول کيږي
الله(ج) فرمايي:
إِنَّ شَجَرَةَ الزَّقُّومِ (43) طَعَامُ الْأَثِيمِ (44) كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ (45) كَغَلْيِ الْحَمِيمِ (46) ([1])
ژباړه : بېشکه دزقوم درخته دسختو ګناهکارانو لپاره به خوراک وي لکه په نسونو کي چي مس ايشيږي لکه ايشېدل سوي اوبه.
په بل ځاى کي الله(ج) فرمايي:
- ) ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ (51) لَآكِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زَقُّومٍ (52) فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ (53) فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ (54) فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ (55) هَذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ (56) ([2])
تاسو به نو دشک پرته اې ګمراهانو او اې ددرواغو نسبت کونکو په دغه وخت کي دزقوم خوړونکى ياست ، پس تاسو به ددغه زقوم ددرختي څخه دنسونو ډکونکي ياست، بيا به تاسو څيښونکي دسختو ګرمو اوبو ياست تاسو به داسي اوبېږئ لکه تږي اوښان ، دا به دجزا په ورځ واقع کيږي.
په بل ځاى کي الله (ج)فرمايي:
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ (64) طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ (65) ([3])
ژباړه : بېشکه دا يوه درخته ده چي ددوزخ په بيخ کي ده او ښاخونه يې لکه دشيطانانو سرونه داسي دي.
فايده : زقوم په ښکاره په يوه دښتي درخته باندي ترجمة کيږي چي ډېره ترخه ده مګر داچي ددې درختي يادونه سوې ده او په دنيا کي يې بېلګه ښودل سوې ده دا يوازي دخلګو دپوهاوي لپاره دا کار سوى دئ ، په حقيقت کي دغه درخته چي الله (ج) ياده کړې ده دومره ترخه او بدبويه ده چي په دنيا کي هر شي چي څومره تريخ دئ نوموړې درخته زياته باندي ترخه ده او هر شي چي په دنيا کي څومره زيات بدبويه وي نوموړې درخته تر هغه هم زياته بدبويه ده. کله چي دوزخيان ددغه درختي څخه خوراک وکړي نو په ستوني کي به يې بنديږي ، دتېرېدو لپاره سختي ايشېدلي اوبه ورکوي هغه هم لږ نه بلکي دومره به ورکول کيږي لکه تږو اوښانو ته چي ورکول کيږي.
رسول الله (ص) فرمايي: که دزقوم ددرختي څخه يو څاڅکى په دنيا کي وڅڅيږي نو ددنيا ټول خوراکونه به خراب کړي يعني ترخه به يې کړي. په داسي صورت کي به دهغه چا څه حال وي چي ټول خوراک يې دزقوم درخته وي.([4])
حاکم بيا پورتني روايت په لاندي الفاظو رانقل کړى دئ:
رسول الله(ص) فرمايي: په الله(ج) قسم کوم چي که دزقوم ددرختي يو څاڅکى ددنيا په ټولو رودونو کي ولويږي لا به هم ددنيا ټول خوراکونه ترخه کړي. دهغه چا به نو څه حال وي چي ټول خوراک يې زقوم وي.([5])
[1] : سورة دخان الايات ٤٣ الي ٤٦
[2] : سورة واقعة الايات ٥١ الي ٥٦
[3] : سورة صافات الايتان ٦٤ ، ٦٥
[4] : ترمذي ، وابن حبان وغيره.
[5] : ترغيب
راتلونکي برخه:
دوزخيانو ته به غساق ورکول کيږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخذ: د دوزخ او دوزخيانو حالات
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
Baclofen Pas Cher 10mg Cialis Acquisto In Contrassegno cialis 5mg best price Canadain Meds On Line Drugs
Zithromax Z Pak Uses Buy Cialis Cephalexin Canine Side Effects