امام ابوحنیفه ؒ د کومي ګناه پر اساس د اهل قبله د تکفیر څخه منع کړې ده:
همدارنګه مصنف ؒ فرمایي چي: د امام ابوحنیفه ؒ څخه د اهل قبله د تکفیر د ممانعت مسئله ټولو د ”منتقیٰ“ د حوالې څخه نقل کړې ده، لکه په ”شرح مقاصد” صفحه: ۲۶۹ او ”مسایره” صفحه: ۲۱۴ د نوي مصر چاپ کي یې شرح کړې ده او محقق ابن امیرحاج په ”شرح تحریر” جلد: ۳، صفحه: ۳۱۸ کي د ”منتقیٰ“ په عبارت کي د امام ابوحنیفه ؒ څخه لاندي الفاظ نقل کړي دي:
”ولا نکفر اهل القبله بذنب”
ژباړه: ”او موږ د کومي ګناه په سبب اهل قبله ته کافر نه وایو”
وګورئ! په دې عبارت کي د ”بذنب” قید موجود دی، په حقیقت کي د امام ابو حنیفه ؒ دا قول (لکه د علامه نوح آفندي څېړنه ده) یوازي ”معتزله وو” او ”خوارجو” د تردید لپاره دی (چي خوارج خو د ګناه کبیره ارتکاب کوونکي مسلمان ته کافر وایي او معتزله ورته د ایمان څخه وتلی او مخلد فی النار وایي، خو موږ اهل السنة والجماعت نه هغه ته کافر وایو، نه د اسلام څخه وتلی او نه هم مخلد فی النار ورته وایو، بلکي هغه مسلمان او د مغفرت لایق بولو) ددې لپاره چي د جملې څخه معلومیږي چي امام صاحب پر هغو خلګو اعتراض کوي پر کومو چي یو مؤمن مسلمان بغیر د کفریه قول یا فعل واقع کېدو محض د کومي ګناه واقع کېدو په سبب کافر او د اسلام څخه خارج او وتلی بولي.
خو د کفري کلماتو په ویلو هم که چا ته کافر ونه ویل سي نو بیا هغه کلماتو ته ”د کفر کلمات” باید ونه ویل سي او دا محض فریب او مبالغه ده.
حضرت مصنف ؒ فرمایي چي ددې وروسته د حافظ ابن تیمیه ؒ ”کتاب الایمان” پخوانی چاپ ۱۳۲۵ھ صفحه: ۱۲۱ کي ذکر سوي الفاظ زما د نظر څخه تېر سوه:
”ونحن اذا قلنا اهل السنة متفقون علی انه لایکفر بذنب فانما نرید به المعاص کالزنا”
ژباړه: موږ چي کله دا وایو چي اهل السنة پر دې متفق دي چي د ګناه په سبب باید کوم مسلمان ته کافر ونه ویل سي نو د هغې ګناه څخه زموږ هدف زنا، شراب څښل او نوري ګناوي دي.
علامه قونوی ؒ په شرح عقیدة الطحاویه صفحه: ۲۴۶ کي په پوره ډول ددې وضاحت کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل