دمسلمانانو دپټ اسلام ساتلو يوه بله دردونکې پېښه
حضرت ابوذر غفاري (رض) يو مشهور صحابي دئ ،چي وروسته دلويو عالمانو او زاهدانو څخه وګرځېدئ.
حضرت علي(رض) دده په اړه وايي : ابو ذر(رض) دومره علم لاسته راوړى دئ ،چي خلګ ځني عاجزه دي خو ابوذر(رض) دغه علم محفوظ ساتلى وو . کله ،چي ابوذر(رض) ته د لومړى ځل لپاره د رسول الله(ص) د نبوت خبر ورسېدئ نو ده خپل ورور ته وويل : ،چي مکې ته ولاړ سه او درسول الله(ص) ټول حالات معلوم کړه او خبري يې په ښه غور سره واوره اودې خبري ته هم ځير سه ،چي رسول الله(ص) وايي : ماته د آسمان څخه وحي راځي ته ښه غور پر وکړه ،چي په څه ډول وحي ورته راځي.
دده ورور مکې ته ولاړى د حال معلومولو وروسته بېرته راغلى ابوذر ته يې وويل : ما رسول الله(ص) وليدئ ،چي خلګو ته يې په نيکو خويو او نيکوعادتونو امر کاوه او دخولې څخه يې داسي کلام اورېدل کېدئ ،چي نه شعر وو او نه د کائنانو( جادوګري) خبري وي د ابوذر غفاري(رض) د ورور په دې لنډو خبرو ډاډ ونسو خپله يې دسفر اراده وکړه دستي مکې ته روان سو کله ،چي مکې ته ورسېدئ برابر مسجد حرام ته ولاړى دا ،چي ده مبارک رسول الله(ص) نه پېژاندئ او دچا څخه پوښتنه کول هم غوره کار نه ورته برېښېدئ نو تر ماښامه پوري په مسجد حرام کي واوسېدئ څرنګه ،چي د اصحابو (رض) دا عادت وو ،چي د مسافرانو خدمت ، دناتوانو مرسته او ميلمه پالنه به يې کول نو حضرت علي کرم الله وجهه ابوذر غفاري (رض) کور ته بوتى ميلمستيا يې ورکړه علي (رض) د پوښتني اړتيا ونه ليده ،چي د ابوذر (رض) څخه و پوښتي ،چي دڅه لپاره راغلى يې؟ دوهمه ورځ يې بيا تېره کړه د چا څخه يې پوښتنه ونه کړه ،چي رسول الله(ص) څوک دئ ؟ دوهم ماښام بيا علي (رض) بوتى ميلمستيا يې ورکړه فکر يې و کړى ،چي مسافر دئ د يو کار لپاره به راغلي وي ښايي نن به يې کار نه وي پوره سوى نو پاته سوى به وي سبا به ځي علي (رض) په دوهم ماښام بيا پوښتنه ځني ونه کړه اونه دده څخه داسي څه ښکاره سوه ،چي علي(رض) په وپوهيږي او دده حال معلوم کړي ،چي دى دڅه لپاره راغلى دئ ، دريمه ورځ ابو ذر غفاري(رض) بيا مسجد حرام ته راغلى د چا څخه يې پوښتنه نه وکړه ښايي لامل به يې داوو ،چي درسول الله(ص) سره د دښمنۍ قصې ډېري مشهوري وي چا ،چي به د رسول الله(ص) لټه کول هغه به د تکليف سره مخ کېدئ ده فکر کاوه ،چي ښايي که زه پوښتنه وکړم هغه به د دښمنۍ فکر وکړي مفت (وړيا) به په تکليف اخته سم ، دريمه شپه علي(رض) بيا بوتى پوښتنه يې ځني وکړه ،چي د څه لپاره راغلي يې ؟ او څه مقصد لرې ؟ ابو ذر غفاري (رض) لومړى وعلي (رض) ته قسم ورکړ، او وعده يې ځني واخيسته ،چي صحيح حال به راته وايې وروسته يې خپل مقصد ورته وښودئ حضرت علي(رض) ورته وويل : په الله(ج) قسم يادوم ،چي دشک پرته هغه دالله(ج) رسول دئ سبا ،چي کله زه ځم هلته به دي بوزم مګر مخالفت بيخي زيات دئ ددې لپاره ،چي زما او ستا يو ځاى تګ معلوم نسي او څوک را څخه ونه بېريږي نو که پر لاري څوک په مخه راغلى زه به پر ضرورت کښېنم بيا به په جامو سمولو اخته سم ته سيده روان سه لنډه داچي علي (رض) او ابوذر غفاري (رض) دنبي کريم(ص) و حضور ته ورسېدل ، ابو ذر(رض) درسول الله(ص) سره خبري وکړې دستي مسلمان سو رسول الله(ص) په دې موخه ،چي ابوذر (رض) ته تکليف نه ورسيږي ورته وې فرمايل : اوس خپله مسلماني پټه وساته خپل قوم ته ولاړ سه هر کله ،چي الله(ج) موږ ته برياليتوب را نصيب کړئ بيا به راسي ابو ذر غفاري’وفرمايل : اې دالله(ج) رسوله ! قسم په هغه ذات ،چي زما روح يې په قدرت کي دئ زه به دغه دتوحيد کلمه ددغه بې ايمانو په منځ کي په لوړ اواز وايم دستي يې مسجدالحرام ته تشريف يووړى او هلته يې په لوړ اواز وويل :
] اَشْهَدُ اَن لا اِلهَ اِلا الله ُ وَ اَشْهَدُ اَن مُحَمدًا عَبْدَهُ وَرَسُوْلُهُ [
کله ،چي يې کلمه لوستل بشپړ کړه د څلورو طرفونو څخه خلګ پر راپورته سوه دومره يې وواهه ،چي مرګ ته نژدې سو د رسول الله(ص) اکا عباس ،چي په دغه وخت کي لا مسلمان سوى نه وو په دې موخه ،چي ابوذر(رض) خلاص کړي وخلګو ته يې وويل : دا سړى د غفار د قبېلې دئ دغفار قبيله وشام ته پر لاري پرته ده او تاسو د شام تجارت کوئ که دا سړى ووژل سي نو و شام ته به ستاسو لاره بنده سي خلګو ،چي دا خبره واورېده فکر يې وکړى ،چي زموږ ټولي اړتياوي د شام څخه پوره کېږي که دشام لاره بنده سي دا خو لوى تاوان دئ نو له دې امله يې ابوذر(رض) پرېښودئ ، ابوذر غفاري(رض) دوهمه ورځ بيا مسجدحرام ته راغلى بيا يې دشهادت کلمه په لوړ آواز وويل خلګو ددغه کلمې داورېدلو زغم نه درلودئ دستي پر راوغورځېدل بيا يې وواهه عباس بيا ابوذر(رض)د تيري ورځي په څېر خلاص کړ، ،چي ستاسو دتجارت لاره بنديږي ، ابوذر’ مه وهئ.([1])
[1] : اسد الغابة ج : ٣ ص : ١٦٩ ، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ١٧٣ ) ، مسلم – الصحيح ٤ \ ١٩٣ .
Drug And Mental Health Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Richmond Methadone Clinic
http://aaa-rehab.com