حضرت بلال (رض) داسلام په ليكو كي
حضرت بلال’ يو نوموتي او مشهور صحابي دئ ،چي د نبوي مسجد لپاره درسول الله(ص) په ژوند کي تل مؤذن ( اذان کونکى ) پاته سوى دئ نوموړي د يوه کافر ( اميه بن خلف ) مريى وو کله ،چي مسلمان سو نو دمسلمان کېدو له امله ډېر تکليفونه ورکړل سوه ( اميه بن خلف ) ،چي د مسلمانانو سخت دښمن وو بلال’ به يې د غرمې په وخت پر تودو شګو باندي ستوني ستخ پرې ايستلى وو بيا به يې پر سينه باندي يو لو ډبره ورکښېښوده ددې لپاره ،چي ونه ښوري وروسته به يې ورته وويل : په دې سخت حالت کي مړ سه !که خلاصون غواړې نو داسلام څخه واوړه ، بلال’ په دې سخت حالت کي هم د اَحَدْ ، اَحَدْ نارې وهلي يعني داچي د عبادت لايق يو الله(ج) دئ . د شپې به يې په ځنځيرانو ټينګ و تړى بيا به يې په کروړو (اغزنو لښتو) واهه د ورځي به يې بيا په دغه زخمي بدن پر تودو شګو و غورزاوه ددې لپاره ،چي دسخت عذاب له امله به د اسلام څخه واوړي او يا به په دې حالت کي مړ سي . آن تر دې ،چي عذاب ورکونکى به ستړى سو نو ځکه به يې په عذاب ورکولو کي واري سره کاوه کله به د ابو جهل واري وو کله به د اميه بن خلف واري وو لنډه داچي هر سړي به کوشش کاوه ،چي نوموړي مبارک صحابي ته په عذاب ورکولو ځان ستړى کړي کله ،چي ابو بکر صديق’ بلال’ په داسي سخت حالت کښي وليدئ نو په پيسو يې رانيوى او بيايې آزاد کړ .([1])
[1] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ٧٩ ) ، احمد فضائل الصحابة ١ \ ١٨٢ ، ١٨٣ ابن سعد – الطبقات ٤ \ ٢١٥ .
راتلونکي برخه:
حضرت عمار (رض) او دده مبارک مور او پلار
In Treatment Alcohol Centers http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Centers http://aaa-rehab.com Drug Rehabilitation Near Me
http://aaa-rehab.com