د صریح کفر مرتکب اهل قبله ته کافر ویل کیږي، که څه هم هغه د قبلې څخه منحرف نه وي او د اسلام څخه د وتلو اراده هم ونه کړي:
ددې حدیث څخه دا هم ثابته سول چي اهل قبله ته کافر ویل کیږي (کله چي هغه د صریح کفر مرتکب وي) که څه هم هغه د قبلې څخه منحرف هم نه وي، همدارنګه دا هم ثابته سول چي ځیني وختونه قصداً د کفر اختیارولو پرته او د مذهب د بدلولو د ارادې پرته هم انسان ته کافر ویل کیږي (یعني که څه هم انسان ځان مسلمان بولي بیا هم د کفریه قول یا فعل د ارتکاب په سبب کافر کیږي) که داسي نه وای نو په ذکر سوي پورته حدیث کي: ”د مشاهده کوونکو لپاره د دلیل او برهان د موجود کېدو اړتیا نه کېدل” (بلکي د هغو خلګو پر قصد او ارادې خبره ګرځېده) او د داسي تکفیر مستحق او وړ خلګ په موږ کي (یعني د مسلمانانو څخه) وي، لکه د صحیح بخاري د یو بل حدیث الفاظ ښکاره کوي:
”نعم دعاةٌ علیٰ ابواب جهنم مَن اجابهم اليها قذفوه فيها… هم من جلدتنا ويتكلمون بالسنتنا.”
(صحيح بخاري جلد: ۲، صفحه: ۱۰۴۹ باب “كيف الامر اذا لم تكن جماعة.”)
ژباړه:
بیا هم، دا خلګ هم زموږ د ملت څخه دي، هم زموږ ژبه وایي (یعني ځانته مسلمان وایي، د قرآن او حدیث څخه دلیل بیانوي) حال دا چي هغوی د جهنم پر دروازو ولاړ دي او خلګ د جهنم په لور رابولي، کوم څوک چي د دوی پر آواز ”لبیک” ووایي هغوی به هم جهنم ته ور وغورځوي (یعني چي هغوی اختیار کړي جهنم ته به ولاړ سي)”.
حافظ ابن حجر ؒ د قابسي ؒ څخه د ”من جلدتنا” تر تفسیر لاندي دا الفاظ نقل کوي:
”معناه انهم في الظاهر علی ملتنا وفي الباطن مخالفون”
ژباړه: ”ددې معنا داده چي هغوی په ظاهر کي خو زموږ پر دین دي (یعني په ښکاره مسلمانان دي) خو په باطن کي زموږ مخالف دي (یعني په حقیقت کي مسلمانان نه دي)”
حضرت مصنف ؒ فرمایي چي که حافظ ابن حجر ؒ ”خوارج” ددې حدیث مصداق بولي (او په مسلمانانو کي د داسي خلګو د پیدا کیدو په صورت کي) په فتح الباري جلد: ۱۳، صفحه: ۷۷ کي د دجال د حالاتو لاندي بیان کوي چي:
”و اما الذي يدعيه فانه يخرج او لا فيدعي الايمان والصلاح ثم يدعي النبوة ثم يدعي الالهیة.”
(فتح الباري جلد: ۱۳، صفحه: ۷۷ باب ”ذکر الدجال”)
ژباړه: کوم کس چي دا دعوه کوي هغه به لومړی د ایمان، اصلاح او تقوا دعوه کوي، د هغه وروسته د نبوت او بیا به د خدایۍ دعوه کوي.
او ”ثلاثین دجالا” (دېرش دجالان) والا حدیث او په ځینو روایانو کي هغوی د دېرش څخه په ډېر تعداد د ذکر کولو لاندي په صفحه: ۷۴ کي فرمايي:
”کيدای سي چي د نبوت (او خدايۍ) دعوه کوونکي دېرش وي او پاته درواغجنان وي، خو د ګمراهۍ په طرف خلګو ته بلنه دوی هم ورکوي، مګر غالي شيعه ګان، باطنيه ډله، اتحاديه ډله، حلوليه ډله او د دوی علاوه هغه ټوله ګمراه ډلي چي د داسي عقايدو په طرف خلګو ته دعوت ورکوي چي د رسول اللهﷺ د راوړل سوي دین څخه یې مخالفت قطعي او یقیني دی.
وګورئ!
حافظ ابن حجر ؒ هغه ټولي ډلي د ”دجال” په صف کي داخلي کړې، نه يواځي ددې لپاره یې کافر ګڼلي چي دوی د دين د ضرورياتو څخه منکر دي، بلکي ددې لپاره هم چي دوی د رسول الله ﷺ د راوړل سوي دين مخالف دي (په هر حال دا ټولي ګمراه او کافري ډلي خپله د مسلمانانو څخه پیدا سوې او پيدا به سي، ددې سربېره هغه په قطعي طور کافران دي، ددې څخه معلومه سوه چي اهل قبله که کفريه عقايد و اعمال یا موجبات کفر اختیار کړي، نو خپل ځان ته د مسلمان ويلو او مسلمان ګڼلو سربېره هم کافر کيږي او د دوی تکفير واجب دی).
مصنف علیه الرحمه (ددې ثابتولو وروسته چي که اهل قبله د صریح کفر مرتکب وي نو د قبلې څخه د منحرف نه کېدو سربېره هغه کافر کيږي او د هغه تکفير ضروري دی) فرمايي چي: ددې څخه وروسته د ابن عابدين (علامه شامي ؒ) ”شرح منحة الخالق علی البحر الرائق” په جلد: ۱، صفحه: ۱۳۷ د باب الامامة لاندي ښکاره زما په نظر سوه:
”وحرَّر العلامة نوح آفندی ان مراد الامام بما نقل عنه ما ذکره فی ”الفقه الاکبر” من عدم التکفیر بالذنب، الذی هو مذهب اهل السنة والجماعة، تامل.”
ژباړه: ”د علامه نوح آفندي څېړنه داده چي د امام ابوحنيفه ؒ څخه چي د کومو اهل قبله وو د تکفير ممانعت نقل سوی د هغوی څخه هدف هغه دي چي په ”فقه الاکبر” کي ذکر دی چي د ګناه په سبب نه کافران کیږي او هغه د اهل السنت والجماعت مذهب دی، په ښه ډول پوه سه.”