حضرت خباب بن الارت (رض) د اسلام په لیکو کي
حضرت خباب بن الارت (رض) دهغه مبارکو انسانانو په لړ کي دئ ،چي خپل ځان يې داسلام لپاره وهغه کړاوونه ته ورکړى وو ،چي انساني فکر ورته هک پک پاتيږي او دالله(ج) په لاره کي يې ډېر زيات تکليفونه تېر کړي دي ،چي هر انسان دداسي قربانۍ توانايي نه لري، نوموړى هغه مسلمان صحابي دئ ،چي د پنځو يا شپږو کسانو وروسته په اسلام مشرف سوى دئ .کله ،چي دحضرت خباب(رض) اسلام وظالمانو کافرانو ته څرګند سو نو ده مبارک ته به د اوسپني زغره ور واغوستل سوه بيا به د غرمې په سختو ګرميو کي و غورځول سو او د زحمت څخه به زياتي خولې ترې بهېدلې کله به داسي وسوه ،چي ستوني ستخ به پر ګرمو ډبرو وغورځول سو ،چي د ډېره زحمته څخه به يې د ملا غوښي ورستې او توى سوې حضرت خباب(رض) د يوې ښځي مريى وو کله ،چي يې باداره خبره سوه ،چي خباب (رض) د رسول الله(ص) سره ملا قات کوي نو دې به اوسپنه ګرمه کړه بيا به يې په دغه اوسپنه سر ورداغى . يوه ورځ حضرت عمر فاروق(رض) په خپل خلافت کي د خباب(رض) څخه دده دتکليفونو پوښتنه وکړه ،چي د اسلام په لومړيو کي کافرانو باندي تېر کړي وه ده مبارک خپله ملا ښکاره کړه او وې ويل تاسو زما ملا و ګورئ ! عمر(رض) ،چي دده ملا وليده وې ويل ما خو داسي ملا تر اوسه نه ده ليدلې خباب(رض) ورته وويل : کافرانو به زه پر اور وغورځولم کله ،چي به يې را پورته کړم زما د ملا په وازګه او وينو به اور مړ سو ، دا داصحابو کرامو ژوند ليک وو دومري سختۍ يې تېرولې، ددې ددومره سختيو سره ، سره کله ،چي اسلام ترقي حاصله کړه دغه مبارکو اصحابو(رض) به ژړل او ويل به يې ،چي هسي نه ،چي دغه ترقي زموږ دتکليفونو بدله وي او آخرت ته مو شى نسي پاته .
حضرت خباب(رض) د اوه ديرشو کالو په عمر وفات سو . البته دى مبارک لومړى صحابي دئ ،چي په کوفه کي دفن سوى دئ .([1])
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه:
حضرت بلال(رض) داسلام په ليكو كي