ددعوت لومړي مرحله ( په پټه ددعوت پيل )
لومړي رسول الله(ص) په پټه دعوت پيل کړ، ځکه دمکې قريش پر خپل مذهب زيات ټينګ ولاړ وه ، لامل يې داوو ،چي دوى په خپل ناروا دين کي ډېري دنيوي ګټي درلودې ځکه دليرو پرتو سيمو خلګو دوى ته زيات احترام کاوه دوى يې دخداى(ج) دوستان بلل آن تردې ،چي ځينو به دالله(ج) همسايګان بلل لكه مخکي ،چي يې بيان وسو نو په داسي صورت کي دوى ته ددين بدلېدل ډېر ګران کار وو په هر صورت رسول الله(ص) اړ وو ،چي خپله درنه دنده تر سره کړي او څه ،چي دالله(ج) لار ښوونه وي پر هغه لاره باندي ولاړ سي . الله(ج) دده هڅي نه بې ځايه کولې بلکي يو په بل پسي يې دخلګو په زړنو کي داسلام دځلا وړانګي ځلولې همدا وجه وه ،چي يو شمېر کسان په اسلام مشرف سوه .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه:
هغه چاچي لومړى اسلام قبول کړ