مینه څه ده؟
لیکنه: مسلم احسانمل
موږ خلګ ماده پرست یو، پوهېږی څنګه؟
زموږ مینه خو اوس د غیر محرمو، مال، دولت، نفساني خواهشاتو، دنیوي پرمختګ، دنیوي شان او شوکت پوري محدوده شوله.
راځئ پوه مو کړم چي ریښتنې مینه څه ده؟
۱۴۰۰ کاله مخکي د شپې په تیاره کي د دواړو جهانونو سردار، خیر البشر، د الله عزوجل محبوبﷺ ، په ژړا ژړا د اللهﷻ څخه د هغو خلګو لپاره بخښنه او مغفرت غوښتی، د کومو چي هغه وخت هیڅ شتون نه وو.
دا ده مینه.
زوی (حضرت ابراهیم ؓ ) یې وفات شو، پیغمبرﷺ زیات غمجن شو، حضرت عائشې ؓ ورته وویل:یا رسول اللهﷺ!
تاسي فرمایلي وه چي الله پاک هر نبي ته یوه دعا ورکړې ده، په هغه دعا کي که د الله پاک څخه هر شی وغوښتل شي، الله پاک یې حتماً قبلوي، تاسي په هغه دعا کي د الله پاک څخه وغواړی چي ابراهیم ته دویم ځلي بیا ژوند ورکړي.
پیغمبرﷺ وفرمایل: یا عائشې! ما هغه دعا د قیامت د ورځي لپاره ساتلې ده او د خپل اُمت لپاره یې غواړم.
دا ده مینه.
پېغمبرﷺ به زموږ لپاره دومره ژړل، چي الله پاک به ملائکه ورته راولېږل او ورته وبه یې فرمایل: ای زما خوږ حبیبه! دومره نو مه ژاړه!
دا ده مینه.
د قیامت په ورځ چي کله دوږخ راوړل شي نو د هغه د بېرونکي او خوفناک آواز په اورېدو، د انبیاوو سره سره ټوله انسانان پر ځنګنونو ولویږي، که څه هم حضرت ادم ؑ وي، حضرت نوح ؑ ، حضرت ابراهیم ؑ ، حضرت موسیٰ ؑ ، حضرت عیسیٰ ؑ … د ټولو خپل اُمتونه هېر شي، د ټولو همدا یوه غوښتنه وي چي یا رب! نفسی نفسی… یاربِ نفسی نفسی، یا الله موږ وژغورې، یا الله موږ وژغورې.
په دې وېروونکي او زړه بوږونکي منظر کي هم هغهﷺ د ټولو څخه بېل وي، چي هغه وخت به هم هغه فرمایي چي: یا رب! اُمتی اُمتی… یا رب اُمتی اُمتی… یا الله زما اُمت وژغورې، یا الله زما اُمت وژغورې.
دا ده مینه!
یو ځل پیغمبرﷺ د جنت البقیع په طرف ووتی،اهل القبور (مړو) ته یې سلام وویلی، او صحابه کرامو ته یې وفرمایل: زړه مي غواړي چي خپل وروڼه مي لیدلي وای… صحابه وو عرض وکړ: اې د الله رسولهﷺ! موږ ستا وروڼه نه یو؟
پیغمبرﷺ وفرمایل: تاسي زما اصحاب (ملګري) یاست، زما وروڼه هغه خلګ دي چي تر اوسه لا نه دي راغلي، چي زما د لیدلو پرته پر ما ایمان راوړي او زما (ویل شوې) کلمه ولولي.
دا ده مینه!
مینه څه ده؟
ما وپوښتل د ژوند څخه، د ګلونو څخه، د آسمان څخه، د ځمکي څخه… کوم قناعت بخښونکی ځواب په لاس رانغلی.
بیا… تاریخ تر لاس ونیولم او شاته یې بوتلم، څوارلس پېړۍ شاته…
شپه وه، ستوري هم ویده شوي وه، یوه لویه هستي په سجده کي، په اوښکو ډکو سترګو همدا یوه دعا تکرارول:
یاالله زما اُمت وبخښې… یاالله زما اُمت وبخښې…
زړه او دماغ مي په چیغو چیغو راته وویل:اې ناپوه انسانه! وګوره! دا ده مینه…
تاسي له خپل ځان څخه وپوښتئ، دومره مینه چي پیغمبرﷺ زموږ سره کړې ده، آیا موږ د هغې میني په څېر یو لږ مینه ورسره وکړه؟
آیا داسي خو به نه وي چي موږ د آزادۍ په نوم سنتونه پرې ایښي او مات کړي وي؟
آیا ته د هغه چا سره جفا نه کوې چي هغه د قیامت په سخته ورځ پر خپله وعده وفا کوي؟
د الله لپاره، سالم فکر وکړئ!!!
هره ورځ د شپې د ویده کېدو څخه مخکي، د خپلي ټولي ورځي پر اعمالو نظر واچوئ، د ځان سره محاسبه وکړئ چي نن موږ د هغې میني څومره حق ادا کړ؟
چي هره ورځ خپلو اعمالو ته حساب کوي، د قیامت په ورځ به د هغه حساب آسانه وي.
Substance Abuse Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Free Rehab Facilities Near Me
http://aaa-rehab.com