مخپاڼه / بیلا بیل / مثالي پلار

مثالي پلار

مثالي پلار

لور یې په پنځه کلنۍ کې د فلج ناروغی ووهله، دی د موټرو مستري و، د ورځې ډوډۍ یې هغه ورځ پیدا کوله، کله به چې کور ته راغی لور به یې په ژړا وليدله، خپلی خوني ته به ولاړ او سخت به خپه او دردمن شو، یوه ورځ یې یوه ملګري ته د خپلي لور کیسه وکړه، هغه ورته وویل: ملګريه! لوڼه د الله د ښکلا رازونه دي، له هغې سره نږدې اوسه، یوه ورځ به یې د شتون برکت ووینې.

یوه ورځ کور ته ولاړ، د خپلي شلې لور خونی ته ورننوت، هغه له عادت سره سم ورته په ژړا شوه، چې په غېږ کې یې راپورته کړه هغه غلې شوه، بهر یې وایستله، نجلۍ خوشاله او په خندا شوه، بله ورځ یې بیا بهر ته په غېږ کې وایستله نجلۍ زیاته خوشاله او خندل به یې، پلار یې دومره ورته خوشاله و چې بهر به یې منډې ورسره وهلې.

ده به خپله شله لور هره ورځ بهر ته ایستله، یوه ورځ یې یوه ملګري ورته وویل:

ملګريه! ته ډېره تېزه منډه کوې، ولې د برتانیه د ملکې د منډو په کلنیو سالیو کې برخه نه اخلې؟! څه موده وروسته یې په دې سياليو کې په داسې حال کې برخه واخیستله چې خپله شله لور یې په اوږو سپره کړې وه او منډې یې وهلې.

د منډو د سیالي په لومړي پړاو کې یې دریم نمبر ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې په ولیو کې د سپرې لور لامله خلک او رسنۍ اول نمره ته دومره نه وو متوجه لکه ده ته. دویم کال یې بیا په همدې ډول سیالیو کې برخه واخیستله او لومړی مقام یې وګاټه، چې 9 ملیونه ډالره انعام یې ترلاسه کړ او ورسره یې د “مثالي پلار” ستاينليک هم ترلاسه کړ. په دې سره زیات شتمن او وروسته د لوی کاروبار خاوند شو. او پخپل دفتر کې یې په یوه ښکلې لوحه هغه د ملګری جمله لیکلې راځړولې وه چې ده ته یې د لور به اړه مشوره کې کړې وه: ملګريه! لوڼه د الله د ښکلا رازونه دي، له هغې سره نږدې اوسه، یوه ورځ به یې د شتون برکت ووینې.

دا کیسه مختلفو عربي ویبپاڼو راخیستې ده او دا سړي یې د “ټامس” په نوم یو برتانوی یاد کړی دی او دا انځور یې هم د هغه بللی. الله اعلم. د کیسې پیغام له لوڼو سره ښېګڼه ده، دا کار زموږ دین تر دې زیات ځلولی او مهم بللی دی، خو زموږ پښتني کلتور په دې باره کې زیاتې کمزورۍ او آن جهالتونه لري، په دې اړه باید له خپله ځانه، کوره، خپلوانو او کلي نه اصلاح پیل کړو.

ژباړه : حامد افغان

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

3 تبصیری

  1. Rehab Treatment Center

    Drug Abuse Rehabilitation http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Long Term Inpatient Drug Rehab
    http://aaa-rehab.com

  2. it did not allocate aetiology grunting of unhappiness tight Buy cheap cialis Accept generic viagra extrasensory may suffocate multilayered citizens