هر څوک په درانه نوم يادوه :
عثمان بن طلحه رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چي هغه فرمايل : درې شيان ستا د ورور مينه له تاسره زياتوي :
(١) كله چي ورسره مخامخ سوې سلام ور اچوه .
(٢) په مجلس كي ځاى ور ته پراخوه .
(٣) په هغه نوم ئي بوله او يادوه ئې چي هغه ته خوند وركوي او خوښ ئې وي .
عن عُثْمَانُ بْنُ طَلْحَةَ ، أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : ثَلاَثُ يَصْفِينَ لَكَ : وُدُّ أَخِيكَ تُسَلِّمُ عَلَيْهِ إِذَا لَقِيتَهُ ، وَتُوَسِّعُ لَهُ فِي الْمَجْلِسِ ، وَتَدْعُوهُ بِأَحَبِّ أَسْمَائِهِ إِلَيْهِ. (المستدرك)