د یوه ماشوم د تهجد لمانځه کيسه
شيخ ابن ظفر المکي وایي: طيفور بن عیسی رحمه الله چې ماشوم و د قران د زده کړی په مهال یې چې دا ایت ولوست: يٰٓأَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ. قُمِ الَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا[سُوۡرَةُ المُزمّل] اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه! شپه په لمانځه کښي په ولاړي تېره کړه خو كمه.
نو خپل پلار ته یئ وویل: پلاره! الله دا خبره چا ته کوي؟
هغه ورته وویل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوی.
بیا یې ورته وویل: نو ته ولې هغسې نه کوې لکه رسول الله چې کول؟!
پلار یې ورته وویل: زویه دا د رسول الله لپاره به ځانګړې توګه و. نو هغه چوپ پاته شو.
وروسته یې چې دا ایت ولوست: إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنٰى مِن ثُلُثَىِ الَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ [سُوۡرَةُ المُزمّل : 20].
[اې پېغمبره!] ستا رب پوهيږي چي ته كله د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې، كله نيمايي شپه او كله د شپې دريمه برخه په عبادت کي ولاړ یې؛ او ستا له ملګرو څخه هم يوه ډله دا عمل كوي.طیفور پلار ته وویل: دلته الله فرمایي چې رسول الله سره به یوه ډله ملګرو هم لمونځ کاوه، دا څوک ښیي؟
هغه ورته وویل: صحابه رضي الله عنهم.
طیفور پلار ته وویل: پلاره! کوم کار چې رسول الله او صحابه وو کاوه د هغه په پرېښودلو کې به کوم خیر وي؟!
پلار یې ورته وویل: زویه ته رښتیا وایې. نو له دې وروسته به یې پلار د تهجد لمانځه ته پاڅیدی. یوه شپه یې پلار د تهجد لمونځ کاوه دی راويښ شو،
پلار ته یې وویل: پلاره! ما ته هم د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه چې تا سره یو ځای لمونځ کوم؟ هغه ورته وویل: زویه ته لا ماشوم یې ویده شه.
ده پلار ته وویل: پلاره په کومه ورځ چې خلک ډلې ډلې راپورته شي، څو خپل عملونه وویني، زه به مې خپل رب ته وایم چې پلار ته مې وویل د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه، چې ستا سره یو ځای لمونځ کوم، هغه راته وویل ته لا ماشوم یې ویده شه. نو پلاره ته دا خوښوې؟!
هغه ورته وویل: نه زویه. نو د اوداسه او لمانځه طریقه یې وروښودله او له هغه سره به یې یو ځای د تهجد لمونځ کاوه.
باید ووایم چې طيفور نومي ماشوم مشهور صوفي عالم ابو یزید طيفور بن عیسی البسطامي دی. رحمه الله. (أنباء نجباء الأبناء ص: ۱۵۰ )
لیکنه: حامد افغان