مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي

ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي

ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي

الله(ج) فرمايي:

نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ (6) الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ (7) إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ (8) فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ (9) ([1])

ژباړه : (حطمة) داسي بلېدونکى الهي اور دئ چي پرزړونو باندي راخيږي ، بېشکه دغه اور پر دوى باندي ګومارل سوي دئ ، پر ستونو بآندي تړل سوي دي.

په دنيا کي چي کله يو انسان ته اور ورسيږي نو مخکي تردې چي زړه ته يې اور ورسيږي ددغه انسان روح ځي يعني مړ کيږي، څرنګه چي په دوزخ کي مرګ نسته نو اور ددوزخيانو زړونو ته هم رسيږي او ښه يې سوځي، اور به پردوزخيانو باندي وتړل سي ددې مطلب دادئ چي دوزخ به ددوزخيانو څخه ډک سي ، ددوزخ دروازې به پسي وتړل سي ځکه دوزخيان يوازي په دوزخ کي پاتيږي. او ددوزخ څخه ددوى وتل نه نصيب کيږي. کوم ستونونه چي په قرآن کي يې يادونه سوې ده مراد ځني ددوزخ لوى شغلې دي لکه ستونونه او دوزخيان به په دغه ستنو کي تړل سوي وي.([2])

[1] : سورة همزة الايات ٦ الي ٩

[2] : بيان القرآن

راتلونکې برخه: 

دهغه ملائکو شمېر چي پردوزخ باندي مقرري سوي دي

—————————————-

مأخذ: دوزخ او د دوزخیانو حالات

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …