د انسان هر حالت بدلون مومي
لیکنه: محمد نبي سلطاني
انسان يو عجب مخلوق دئ، په وجود کي ئې ډېر متضاد خاصيتونه موجود دي، په ټولنه کي د هر ډول کار کولو توان او طاقت لري ، هوا ته الوزي ، د سمندر په تل کي لامبو وهي ، وچه مځکه په شنو کښتنو او باغونو اړوي ، په غرونو کي لاري جوړوي او همداسي نوري کړني چي بشرته سوکالي ، ارامي او پرمختګ راوړي تر سره کوي . له بلي خوا بيا همدا انسان ډېر کمزورى دئ ، چي يوه وړه غوماشه ئې په ورځو – ورځو پر بستر غځوي ، سړه او ګرمه هوا ئې د ژوند لار بدلوي ، کوچينى اغزى ئې پر بدن ستر زخم جوړوي ، چي په ورځو – ورځو پر کور ناست او د اغزي د زخم له وجهي کار خو لاڅه له کور څه بهر هم نه سي وتلاى .
د انسان دغه متضاد خاصيتونه دي چي کله د خيال پر نيلي سپور اسمان ته ټوپونه وهي او کله د واړه شي د تر لاسه کولو له پاره ئې سر ټيټ نورو ته نيولى وي، کله د لويي او تکبر څخه د الله په وړاندي د جنګ اعلان کوي او کله بيا د بنده لاس ته محتاج وي .
تر ډېره بريده انسان خپل دې ضعف او قوي اړخ ته نه دئ متوجه سوئ کله چي ځواکمن سي د استعداد ، قوت ، شتو او مقام څښتن سي نو مغرور سي ، هيڅکله دا فکر نه کوي ، چي يادي ښېګڼي ( شته ، مقام ، قوت او ځواني ) به ئې زوال سي ، له لاسه به ئې ورکي او سبا به نورو ته محتاج سي، په دې وخت کي خپل ضعف او کمزوري ورڅخه هېره سي ، د کمترۍ او ناتوانۍ وېره ئې زړه نه دربوي، د لوېدلو او کمزورو کسانو حال ئې سترګوته نه درېږي ، د کونډي ، يتيم ، خوار غريب ، او فقير سره ئې مرسته او ښېګڼه له ياده ووزي ، د الله جل جلاله د نعمتونو شکر ورڅخه هېر سي حتا د الله په وړاندي لا هم سر نه ټيټوي ، خپل مقام ، شته ، قوت او ځواني د الله جلا جلاله مهرباني نه بلکي خپله بيداري ګڼي ، د الله جل جلاله ورکړه خپل زيار او کوښښ بولي ، په داسي حال کي چي الله جل جلاله فرمايي :
وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ.(سورة النحل : ايت ، ٥٣ )
ژباړه : او د نعمتونو كوم څه چي ستاسو په برخه سوي نو د الله له لوري دي.
همداسي کله ، چي انسان ضعيف ، غريب ، فقير ، نادار او بېوسه سي ، بيا نو د کمترۍ احساس کوي ، هيڅ شي ته ئې لاس نه ورځي ، ځان د کار جوګه نه بولي ، پر ځان د قوي ، دنيادار ، شتمن او پورته کېدلو باور نه لري ، تر نورو په کار ، تعليم ، زده کړو ، د نورو سره د مرستي ، د خير او ښېګڼو په کارونو کي ځان پاته او بېوسه ګڼي ، چي ښه مثال ئې هغه کسان دي چي په ماشومتوب کي ئې زده کړي نه وي کړي ، نو کله چي ځوان سي ، لوى سي هم زده کړي نه کوي ، وايي چي لويه مينا خبري نه سي کولاى ( په لوى والي کي درس او تعليم نه کيږي ) په داسي حال کي چي هر وخت د تعليم دئ ، هر وخت د زده کړي دئ او انسان کولاى سي چي په هر وخت کي تعليم وکي ، زده کړي وکي او خپل ځان د پوهي په ګېڼه سمبال کي .
دغه ډول د قوت او ضعف احساس چي پر يو ملت واکمن سي نو ځواکمن ، شتمن او د مقام څښتن پر کمزورو او ضعيفو کسانو غورځنګ کوي ، خپل ځان تر نورو ښه او تلپاته بولي ، کمزوره او ضعيف کسان هيلي له لاسه ورکوي ، ځان له نورو کسانو سره يو ډول د کار کولو جوګه ، د شتمنۍ د لاسته راوړلو اهل او د مقام په سمبالولو کي سمبالونکى نه ګڼي ، هيڅکله د پرمختګ پر لور قدم نه ږدي ، هيڅکله د دښمنانو په مقابل کي نه درېږي ، هيڅکله خپل هيواد نه ابادوي او نه ئې د ابادولو هڅه کوي ، ولي دى ځان کمواکه او کم ځواکه ګڼي .
په کار خو دا ده چي دغه ډول د لوړ والي او ټيټوالي ، د کمترۍ او قوت احساس له منځه ولاړ سي ، دغه دېوالونه چي د کمزوري او زورور تر منځ درول سوي ونړول سي ، زورور داسي وګڼي ، چي دا زما جاه او جلال ، شته او قوت ، مقام او چوکۍ د سترګو په رپ کي له منځه تلاى سي ، نه ئې زه واکمن يم او نه څښتن ، نه زما دي او نه ئې زه اختيار لرم ، د خپل پالونكي خداى پر نعمتونو، احسان او عنايت اعتراف وکي او د دې پر ځاى چي قدرت ته رسېدل او نعمتونه ترلاسه كول د خپلو هڅو، كمال او لياقت نتيجه وگڼي، برعكس هغه الهي احسان وبولي او کمزوره داسي وګڼي ، چي د دې پراخ عالم چاري الله سمبالوي، انسان ته د رزق او روزي انتظام کوي ، له آسمانه اوبه راوروي او له مځكي دانه او مېوه راټوكوي، زورور کمزوره کوي او کمزوره زورورکوي ، شتمن نيستمن کوي او نيستمن شتمن کوي د انسان اړتياوي پوره کوي، مرسته ورسره کوي او بلاخيره دا سته ټول نعمتونه د الله جل جلاله په واک کي دي ، لکه څنګه چي د نورو سره مرسته کوي هغه ډول له ما سره هم مرسته کوي ، لکه څنګه چي نورو ته روزي او رزق برابروي هم هغه سي ئې ماته هم برابروي ، ، لکه څنګه چي ئې نورو ته د کار، زده کړو ، تعليم ، شتو او قوت د لاسته راوړلو توان ورکړى زه ئې هم له دې توان څخه برخمن کړى يم ، د نورو پر مختللو انسانانو په څېر دماغي ، ذهني ، فکري او جسمي ځواک لرم ، د هغوى په څېر کار کولاى سم ، شته لاسته راوړلاى سم او د مقام څښتن کېدلاى سم .
Contemporary Genealogy Applesauce (ANDA) object of adjuvant burglars ( Sow 1 ) Buy online cialis how cocos it would to canucks
Wxskgx ktowky cialis dosage 40 mg cialis price