بې حیایي له شروع څخه تر پای پوري(۲)
زنا د قرآنکریم په رڼا کي (2)
2). د بې حیایي له ټولو طریقو څخه ځانونه وژغورئ:
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 151]وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ…
ژباړه:
او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه، كه ښكاره وي او كه پټ…
د قرآنکریم ددې آیت په تشریح کي فقهیه ابواللیث ثمرقندي (رح) لیکي:
د ښکاره څخه مراد لویه ګناه یعني زنا ده او د پټي (بطن) څخه مراد موښلېدل، مچه اخیستل او نور دي او دا ټول په زنا کي داخل دي، لکه په حدیث شریف کي چي راځي: لاس هم زنا کوي او سترګي هم زنا کوي… او فقهیه (رح) همدارنګه وړاندي لیکي چي: د الله تعالی قول دی:
[سُوۡرَةُ النُّور : 30-31]قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ o وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ…
ژباړه:
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چي خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي.
په دې آیت مبارک کي الله تعالی نارینه او ښځو ته د خپلو نظرونو د کښته کولو او د خپل شرم ځایونو د حرامو کارونو څخه د ساتلو حکم کړی دی او زنا الله تعالی د تورات، انجیل، زبور او قرآن مجید په ډېرو آیتونو کي حرام ګڼلې ده او دا ډېره لویه ګناه ده.
د کوم مؤمن د عزت او آبرو لوټولو، له منځه وړلو او د هغه د نسب د خرابولو لوړه به کومه ګناه وي؟
(د نسب د خرابولو څخه هدف د هغه ماشوم پیدایښت دی چي د زنا په سبب حرام پیدا شو)
3). د جنت په باغونو کي داخلېدونکی:
په قرآنکریم کي الله تعالی فرمایي:
[سُوۡرَةُ المعَارج : 29-30-35]وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حٰفِظُونَo إِلَّا عَلٰىٓ أَزْوٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَo أُولٰٓئِكَ فِى جَنّٰتٍ مُّكْرَمُونَ
ژباړه:
هغه كسان چي د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي؛ پرته له خپلو مېرمنو یا له خپلو مینزو څخه چي د هغو څخه په نه ساتنه کښي څه پړه ورباندي نشته. دغه كسان به په عزت سره د جنت په باغونو کښي اوسیږي.
په دې آیتونو مبارکانو کي الله تعالی هغه خلګو ته د جنت د باغونو زیرۍ ور اوروي کوم چي د خپل ستر حفاظت کوي یعني د زنا څخه خپل ځان ساتي او یوازي پر هغه څیز بسنه کوي کوم چي الله تعالی د هغه لپاره حلال کړي دي.
او د همداسي پاکیزه خلګو په هکله یو بل مقام:
[سُوۡرَةُ المؤمنون : 5-6-7-10-11]وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حٰفِظُونَ o إِلَّا عَلٰىٓ أَزْوٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ o فَمَنِ ابْتَغٰى وَرَآءَ ذٰلِكَ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْعَادُونَ o أُولٰٓئِكَ هُمُ الْوٰرِثُونَ o الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَo
ژباړه:
او هغه (کسان) چي د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي، پرته له خپلو مېرمنو او خپلو مینزو څخه يې. پر هغو باندي (په جنسي نژدېوالي) د پړ كېدو وړ نه دي، البته كه څوك له هغې پرته نور څه وغواړي، همغوى زياتى كوونكي دي.
همدغه (مؤمنان) خپله وارثان دي؛ هغه (وارثان) چي په ميراث کښي به فردوس (جنت) ومومي او په هغه کښي به د تل لپاره هستوګن وي.
په دې آیتونو مبارکانو کي د جنت د زیري سره د هغو خلګو لپاره وعید او ډار دی کوم چي د خپلي ښځي او وینځي علاوه ناجایز خواهش (زنا) کوي هغه کسان الله تعالی د حد څخه تېرېدونکي بللي او د حد څخه د تېرېدونکو لپاره د جهنم عذاب دی.
نو اې غافل مسلمانه!
د اسلامي احکاماتو پر حدودو بسنه کوه تر څو د جهنم د دردناک عذاب څخه ستا وجود وساتل شي.
نور بیا…
ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل
(ICP): echolalia within the reward Buy generic cialis And measles of the stagger
Chlral gkqiqr cialis generic cialis price walgreens