اې وروره!
اې وروره! ټولنیز حالات داسي حساس او بربادونکي پړاوته رسېدلي دي چي د خیر او فلاح کښتۍ دفحشاء او فساد په سمندر کي ډوبېدونکې ښکاري د اصلاح امکانات ورځ په ورځ له منځه تلونکي برېښي، د زوال نښي رابرسېره سوي، د عزت او عفت حقیقت د بداخلاقۍ او بې عزتۍ په مجازي پردو کي پټ سوى، د یوې عامي رسوایي اوبې حیایي ټول شرایط برابر سوي نو پداسې حالاتو کي چي موږ له هرې خوا په بشپړه توګه نا امیده سوي یو تا ته یو نصحت کوم:
ای وروره! ځواني د ټول عمر یو نه راګرځېدونکی پسرلی دئ، د داسي پسرلیو قدر کول د هر ځوان یوه دیني او اخلاقي لویه او مهمه فریضه ده، د ځوانۍ په پسرلی کي د هر چا د ژوند د امیدونو غوټی پر غوړېدو سي. له هرچا سره یو نوی احساس اویوه نه ما تېدونکې جذبه پیدا سي خو نېک بخته هغه څوک وي چي خپل غلط او شیطاني احساسات را قابو کړي. د چا دکورونو او کنډرونو وهلو ته یې ونه لمسوي، د چا حیاء او عفت پریوتو ته یې مجبور نه کړي او د چا د ناموس لوټلو ته یې ونه هڅوي .
اې وروره! هغه شیطان چي ته یې په مخه کړی ئې او د ژوند له هسکو او ټیټو څخه ئې ناخبره ساتلی ئې ډېر مکار، هوښیار او ځیرک دئ، پام کوه که یو ځلي دي ورسره ملګري سوه نو بیا به ئې له دوستۍ څخه ترعمره پوري خلاص نه سې. دا د بنګو خمار نه دئ همېش په مغزو کي ګرځي او تا به داسي شیانو ته هڅوي چي هغه یوازي نورو ته نه بلکي تاته پخپله هم یوه لویه صدمه اوضربه درکولای سي بس ستا په قیمتي ځوانۍ اور پوري کولای سي او ټول ژوند دي په غم او ویر اخته کولای سي .
اې وروره! تا به د ګلونو د ښایست نندارې داسي خمار او بې پروا کړي، چي د پټو اغزیو له لاسه به ئې زخمي – زخمي سې کوم چي تا نه وي لیدلي او د دې ګلونو تر پاڼو او څانګو لاندي پټ وي له عفتونو سره لوبي کول دې، هغه اغزی لرونکي – ګلونو سره لوبي کول دي چي یوه لحظه خمار او زړه وړونکی ښایست یې تاته د ژوند تر پایه اور پوري کولای سي او تا هسي سوځولای سي، چي دود اولوګۍ یې څوک نه سي لیدای.
مأخذ: نداء القرآن مجله
stop canadian pharmacy cialis break
critic [url=https://getcialistabsfasty.com/#]canadian pharmacy cialis[/url] grab https://getcialistabsfasty.com/