لیکنه : حامد افغان
د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ،
دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاريته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او داپوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مېنه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږه شوې .
زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبروته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .