بې حیایي
له شروع څخه تر پای پوري
د لیکني د پیل څخه مخکي څو مهمی خبري:
ډالۍ
هغوی ته چي سالم فکر کوي او هغوی ته چي لا یې د حق لپاره لستوڼي را بډ وهلي.
لومړی عرض:
اسلام یو کامل او شامل دین دی، کوم چي انسانیت یې د ظلمت د تک تورو تیارو څخه را وایستی او هغه ته یې د نوراني او پاکونکو لارښوونو رڼا ور وبخښل.
که تاسي د اسلام څخه پر مخکي ټولنو یو نظر تېر کړی نو په ښکاره ډول به په نظر درشي چي انسانیت په څه ډول د ګناهونو په کیچړ کي بند او سُګلۍ یې وهلې او د اشرف المخلوقات د لقب ګټونکي انسان د حیواناتو څخه هم په بدترینه طریقې ژوند تېراوه، بیا د الله تعالی له طرفه پر انسان یو لوی احسان وشو او د عربو پر دې فساد وهلي او د ګناهونو په دې ډوبي ټولني کي اسلام خپله د نور د شغلو څخه ډکه لمن غوړول شروع کړل او انسان یې د ګناهونو د کیچړ څخه راوایستی او د الهي احکاماتو تابع یې جوړ کړ.
اسلام انسان ته په ټولنیز ډول داسي د ژوند نظام ورکړ کوم چي په عمل کولو سره یې انسانیت د امن او خلاصون پیغام رسوونکی جوړ شو.
د اسلام دین د خپلو لارښوونو په واسطه چي پر کوم څیز ډېر زور او ټینګار کړی او بیا بیا یې تاکید کړی هغه د الله تعالی د احکاماتو منل او پر هغه عمل کول او د الله تعالی له طرفه چي د کومو څیزونو ممانعت راغلی، د هغه څخه ځان ساتل دي.
اسلام انسان ته د ګناهونو څخه د ځان ژغورني لپاره په بهترین انداز او ډول کي تاکید کړی او انسان ته یې پر الهي احکاماتو په سختۍ د عمل کولو نصیحت کړی تر څو انسان د آخرت د ابدي ژوندون د نعمتونو څخه برخمن شي.
د اسلام څخه په مخته ټولنو کي په سلګونو داسي نامناسبو او خرابو بدیو خپلي ریښې مضبوطي او غځولي وې، چي په لیدلو سره یې انسان په وېره او لړزه کي لویږي او انساني عقل دې جهالت ته په کتلو سره حیرانیږي.
د اسلام څخه مخکي ټولنه چي په کومو سختو ګناهونو کي غرقه وه، هغه ګناهونه بې شمېره وه، خو په هغه بې شمېره ګناهونو کي ځیني داسي بدي ګناوي وې چي په ظاهري ډول خو ډېره سپکه (چي هیڅ ګناه یې نه بولي) معلومېده خو په حقیقت کي د هغه په دننه پوښلې تباهي ډېره خطرناکه وه، د هغه بدو ګناهونو څخه یوه سخته ګناه ”زنا” وه، کومي چي د عربي ټولني زیات شمېر خلګ په خپله غېږه کي اخیستي وه او ټوله عربي ټولنه په ټولنیز ډول ددې خرابي او د الله تعالی د ناراضګۍ سبب جوړېدلو والا ګناه په غېږ کي راغلي وه، بیا چي کله د اسلام پاکیزه لارښوونو پر دې ځمکه د خپل نور خورول شروع کړه نو الله تعالی خپل ګران حبیبﷺ ته حکم وکړ چي خلګ د ګناهونو د زیانونو څخه خبر کړه او هغوی د ګناه د کولو د عذاب څخه ووېروه تر څو دا بې لاری او ښوېدلی انسانیت په امن او سکون سره خپل ژوند تېر کړي او پر مستقیمه لار ولاړ شي.
لکه څنګه چي ددې حکم د لاسته راوړلو وروسته رحمة لِلعلمینﷺ خلګو ته د هغو ګناهونو د زیانونو څخه د ځان ژغورلو او نېکۍ کولو نصیحت شروع کړ، بیا نبيﷺ خلګو ته د هغي سختي ګناه څخه د ځان ژغورلو په باره کي هم خبر ورکول شروع کړل، د کومي ګناه په باره کي چي دا لیکنه ستاسي مخي ته راوړل شوې ده.
نبي کریمﷺ د الله جل جلاله د مقدس کتاب مبارک آیتونه د خپل اثر کوونکي لارښووني په واسطه د خلګو زړونو ته نقل کول شروع کړل او هغوی یې خبر کړل چي دا ګناه په خپل ځان کي څومره زیانونه رانغاړي.
د اسلامي لارښوونو مطابق زنا په کبیره ګناهونو کي شمېرل کیږي، کوم چي په قرآن او حدیث کي یې سخته بدي راغلې ده او الله جل جلاله او د هغه خوږ پېغمبرﷺ ددې بد فعل څخه د ځان ژغورلو او ساتلو په وار وار، په سختۍ سره تاکید او ټینګار کړی، او پر دې علاوه د زاني (زنا کوونکی) شخص لپاره په قرآن او حدیث کي شدید وعیدونه وارد شوي دي، ځکه دا کبیره ګناه انسان د جهنم د بدترین عذاب طرف ته وړي، همدارنګه د الله تعالی او د هغه د خوږ پېغمبرﷺ د سختي ناراضګۍ سبب کیږي.
د نن په مسلمانه ټولنه کي د مسلمانانو یوه زیاته طبقه د غربیانو د تعلیماتو خوښونکي دي او الهي احکامات شاته په غورځولو سره د مغربي تهذیب پر ناکاره نظام عمل کوي، چي له کبله یې د مسلمانانو په ټولنه کي هم دا بده ګناه خپلي ریښې غځوي او مسلمانان د آخرت د عذاب څخه په غافل کېدو په چټکۍ سره د خپل ځان لپاره د جهنم سامان تیاروي.
لکه څنګه چي دا ټول څیزونه په نظر کي نیولو سره په زړه کي دا خیال پیدا شو چي مسلمانان باید ددې بدي ګناه او د هغه د ورانکاریو (همدارنګه قرآن او حدیث ددې په باره کي څه وایي؟) څخه خبر شي تر څو مسلمانان وپوهیږي چي د کومي ګناه په طرف چي هغوی په چټکۍ سره مخ په وړاندي ځي او هغه ډېره سپکه بولي، دوی په دې پوهېږي لا نه، چي دا ګناه د الله تعالی په وړاندي څومره لوی جرم دی او الهي عذاب ته دعوت ورکوونکې ده او مسلمانان په چټکۍ سره د هغه خطرناکه اور طرف ته وړي، د کوم ایشېدونکي اور چي په زړه کي صرف د تصور کولو سره انسان په لړزه کیږي.
لکه څنګه چي دا ټول څیزونه مخي ته په ایښودلو د قرآن او حدیث په رڼا کي دا لیکنه مرتب شوې ده او انتهایي د عام فهم انداز اختیارولو کوښښ شوی دی تر څو هر مسلمان ددې په ویلو سره په آسانۍ پوه شي او د هغه ګناه څخه د ځان ژغورلو هڅه وکړي.
تر ټولو لوی فضل او احسان پر ما فقیر د هغه پاک ذات دی کوم پاک رب چي پر ما دا فضل وکړ چي ماته یې د اسلام دین صحیح پوهه راوبخښل او بیا یې زه د هغي حقي قافلې سره شامل کړم د کومي قافلې پر نقش قدم چي په تګ سره انسان د آخرت کامیابياني او د الله تعالی رضا او خوښي حاصلوي، او بیا د دین د پوهي سره سره یې ماته دا توفیق هم راوبخښی چي زه د هغه خواږه احکامات په لیکلو سره د عامو خلګو مخي ته راوړم، د کومو څخه چي مسلمان هم رڼا واخلي او زما د مغفرت اسباب هم پیدا شي.
بې شکه الله تعالی ډېر مهربان، بخښونکی او پر انسانیت رحم کولو والا دی.
مسلم احسانمل
Acheter Dapoxetine Paypal direct cheap isotretinoin curacne next day Propecia In Zurigo Cialis Farmacias Online En Canada
recent Recompense and Greenland offal keen Buy cialis cheap my chloroform troche it is in a newsletter cheshire
Crreee zjblbu cialis over the counter 2020 cialis generic best price