څلور دېرشم درس:
دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي.
حضرت انس رض فرمايي: ما رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ! ما ته دعا وكړه چي الله جل جلاله مي داسي څوك جوړكړي چي دعا مي قبلېږي. رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وفرمايل: خپل كسب دي د حرامو څخه پاك كړه دعا دي قبلېږي. هر سړى چي يوه گوله حرام شی خولې ته پورته كړي څلوېښت ورځي يې دعا نه قبلېږي.
دپورتني مبارک حدیث الفاظ او حواله:
وروى أبان بن أبي عياش عن أنس قال: قلت: يا رسول الله ! إجعلني مستجاب الدعوة. قال: يا أنس! أطب كسبك تستجاب دعوتك فإن الرجل ليرفع إلى فيه اللقمة من حرام فلا تستجاب له دعوته أربعين يوما. (الترغیب والترهیب، ج: ۲، ص: ۴۰، باب الترهیب من أکل الحرام.
یادونه:
، مال په باطله طريقه سره خوړل پر دوه (٢) ډوله دي: يو ډول يې دا دئ، چي په ظلم، دوكه، خيانت او يا په غلاسره د يو چا مال وخوري. دوهم ډول يې دا دئ، چي په ايله توب يا په بازۍ سره د يو چا مال وخوري لكه قمار يا داسى نور، دغه دواړه ډولونه باطل دي الله جل جلاله يې منعه كړې ده.
په یوه روایت کي راغلي دي: څوك چي د دې پروا نه كوي چي پيسې مي د كومي خوا راځي (يعني حلالي دي كه حرامي)؟ الله جل جلاله د ده پروا نه كوي چي د كومي دروازې څخه دوږخ ته ننوځي. کنز العمال، رقم: ۹۲۷۱.
حضرت ابوهريرة رض فرمايي: كه د يو چا په خوله كي خاوري وي تر دې ښه دي چي خولې ته حرام وړي. شعب الایمان برقم: ۵۳۷۹.
مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي
دغه هم وګوری
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …
یوه تبصیره
Pingback: vagragenericaar.org