ددوزخ ژوروالى
حضرت ابوموسي اشعري (رض) درسول الله(ص) څخه روايت کوي چي رسول الله(ص) ددوزخ دژوروالي په اړه وفرمايل: که يوه ډبره جهنم ته وغورځول سي نو اويا کاله وروسته به دجهنم پاى ته ورسيږي.([1])
ابوهريرة(رض) فرمايي: زه يوه ورځ درسول الله3 په مبارک حضور کي ناست وم چي ديو شي دايله کېدو ږغ مي ترغوږو سو ،رسول الله (ص) پوښتنه راڅخه وکړه چي اې ابوهريرة! ته پوهيږې چي دا ږغ دڅشي وو؟ ما ورته وويل: الله(ج) او دهغه رسول(ص) ښه پوهيږي چي دا دڅشي ږغ وو، رسول الله(ص) راته وفرمايل: دايوه ډبره وه چي الله(ج) ددوزخ داخل ته غورځولې وه اوس دغه ډبره ددوزخ پاى ته ورسېده ، دا ږغ دهمدغه ډبري وو.([2])
[1] : ترغيب عن ابن حبان وغيره
[2] : مسلم