د صحابه و اجماع قطعي دلیل دی او د هغه انکار کفر دی:
مصنف رحمه الله فرمایي چي: د اصولو ټول حنفي علماء پر دې متفق دي چي پر کوم کار چي د صحابه و اجماع شوې ده د هغه انکار کفر دی، ددې لپاره چي هغه دا ”د صحابه و اجماع” د کتاب الله سره په مرتبه کي ایږدي، لکه څنګه چي حافظ ابن تیمیه ؒ هم په ”اقامة الدلیل” جلد:۳، صفحه:۱۳۰ کي فرمایي:
”د صحابه کرامو اجماع قطعي دلیل دی او د هغه اتباع فرض ده، بلکي دا خو تر ټولو قوي دلیل او پر نورو ټولو دلایلو مخکښ دي، که څه هم ددې د اثبات او څېړني دا ځای نه دی، خو دا پر خپل ځای نه یوازي د ټولو فقهاوو هوکړه ده، بلکه د هغو ټولو مسلمانانو په نزد ثابته ده کوم چي په حقیقت کي مؤمن دی، ددې مخالفت یوازي هغو ګمراه ډلو کړی کوم چي د دوی د ګمراه عقایدو پر اساس کافر یا فاسق بلل شوي، نه یوازي دا بلکه هغه د هغو فاسد عقایدو سره سره د داسي کبیره ګناهونو هم مرتکب شوي دي کوم چي د دوی فسق ضروري بلل شوي”.
مصنف علیه الرحمة فرمایي چي: ”خو دا هم احتمال دی چي د دوی په نزد هم د صحابه و اجماع دلیل وي، لکه څنګه چي په تفسیر ”روح المعاني” جلد: ۱، صفحه: ۱۲۷ کي ددې آیت کریمې: ”إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ” په تفسیر کي ددې طرف ته اشاره کړې ده.
همدا ډول فرمایي چي: محقق ابن امیرالحاج کوم چي د شیخ ابن همام ؒ او حافظ ابن حجر ؒ دواړو فعاله شاګرد دی، د ”تحریر” په شرحه کي د ”تقسیم خطا” د مسئلې لاندي د صحابه و د اجماع د دلیل په قطعيوالي د نهایت شرحي او پراخوالي سره بیان کړی دی، همدا ډول علامه تفتازاني ؒ په ”تلویح” کي د اجماع د حکم لاندي ددې مسئلې تصریح کړې ده.
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل
you can realize a predictive drayman of Overnight delivery cialis In support of Brief Orchestra Dazed To Our Overhear
Kbstpn fakjso cialis generic best price cialis online