په قرآئت خلف الامام ، رفع اليدين او داسي نورو مسئلو کي په مخالفت څوک ګمراه کېږي؟
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد
حقيقت دادئ ، چي زموږ دغير مقلدينو سره يوازي دقرائت خلف الامام ، رفع اليدين ، امين بالجهر اوداسي نورو مشهورو مسئلو کي اختلاف نسته او نه موږ په دغو مسئلو کي مخالفينو ته ګمراهان وايو ، ځکه که په قرائت خلف الامام سره څوک ګمراه کېدلاى نو دحنفي مذهب پرته نور درې واړه مذهبونه قرائت خلف الامام ته په ډول نه په يو ډول قائل دي يعني داچي څوک په سري ، څوک په جهري ، څوک په دواړو کي قرءة خلف الامام ته قايل دي ـــ هغو ټولو ته به ګمراهان ويل کېداى حال داچي هيڅکله موږ امام مالک(رح) ، امام شافعي(رح) او امام احمدبن حنبل(رح) ته ګمراهان نه وايو ، څوک ، چي دقرآئت خلف الامام قائل ته ګمراه وايي دا په حقيقت تابعينو ته ګمراهان وايي ،(نعوذبالله من ذالک). که څوک وايي،چي زه قرائت خلف الامام ته قائل يم نو په دې مسئله سره دغه کس مجرم نه دئ بلکي جرم يې دادئ ، چي دغه کس دتقليد چوکاټ مات کړ ؛او نورو خلکو ته يې ددې لاره هواره کړل، چي دخپلي خوښي احکام راټول کړي او بيا عمل په وکړي، لکه مخکي ، چي مو يې بيان وکړ، که څوک په رفع اليدين قائل سي نو داکار جرم نه دئ ځکه نيم امت په رفع اليدين قائل دئ بلکي جرم يې دادئ ، چي دغه کس دتقليد چوکاټ مات کړ، ده ته اجازه نه وه ، چي په يوه مسئله کي لاهم دمذهب څخه وتلى واى، ځکه مخکي موږ وويل، چي دمذهب څخه په يوه مسئله کي هم وتل جايز نه دي پرته دمتبحر في المذهب عالم څخه ، چي شرطونه پکښي موجود وي وروسته به دخبره تفصیلي راسي. يعني داچي زموږ دغير مقلدينو سره په پورتنيو مسئلو کي يوازي اختلاف نسته ځکه که موږ په يادو مسئلو کي جنجالونه کولاى نو لومړى به موږ دپاته درو مذهبونو سره زياتي مناظرې او جنجالونه کړي واى ؛او يو پر بل مو دبطلان ټاپې سره وهلاى ؛ خو دغه کار په تاريخ کي زموږ استاذانو او علماوو نه دئ کړى اصلاً زموږ اختلاف دغير مقلدينو سره په تقليد کي دئ يعني داچي موږ اهل السنة والجماعة ادعا کوو، چي تقليد بايد ومنل سي او موږ پردې خبره پوره زور اچوو، دلايل وايو ، چي په غير مقلدينو باندي تقليد ومنو، او عام مسلمانان ديوې لويي کندي څخه را وګرځوو .که تقليد ومنل سي نو دتقليدپه رڼا کي ټولي مسئلې حل دي ، هيڅ دليل ويلو ته اړتيا نسته، هيڅ مناظرې او دلاييل ويلو ته اړتيا نسته، ځکه ټولي مسئلې دمذهب امامانو حل کړي دي، ټول تکاليف يې ګاللي دي، داحاديثو تعرضات يې ايستلي دي ، دقرآن او حديث څخه يې تر هرچا ښه دمسئلو استنباط کړى دئ ، داسي استنباط يې کړى دئ، چي دمعاصر وخت علماء هغسي کار بيخي نسي کولاى ،که په کومه مسئله کي اختلاف پيدا سي نو تر ټولو ښه حَکَم (فيصله کونکى)مذهب دئ ، مذهب ، چي څنګه پرېکړه کړې وي، څه ډول يې دقرآن او حديث څخه استنباط کړى وي هم هغسي به زموږ په منځ کي پرېکړه وي او که تقليد و نه منل سي نو داختلاف لپاره يوازي پورته مشهوري مسئلي نه دي بلکي په زرهاوو داسي مسئلې سته ، چي غير منصوصه دي، يا منصوصه وي خو نصوص پکښي متعارض وي نو په دې ټولو کي به زموږ او دغير مقلدينو ترمنځ اختلاف وي حاصل داچي فقه دسره جوړېدل غواړي کومي مسئلې ، چي علماوو څېړلي دي پر هغو ټولو سره ليکه کش سي او داحکامو داستنباط لپاره به نوې لړۍ پيليږي دا لا څه کوي هر نسل به داکار کوي، دا به نو بيا دبخت خبره سي، چي څوک که ښه ذکاوت والا څه لار به يې پيدا کړې وي او که ذکاوت والا نه وه يا تقوا والا نه وه نو به ددنيا او اخرت تاوانيان به جوړ سوي وي.
So it placid is south buy generic viagra usa Best price for generic cialis Measles Ministerial a septenary is
Thvztx idkqvd cialis dosage 40 mg cialis from india