ډنډر لرونکي سابه چي اومه او پاخه خوړل کيږي :
ژباړه: ډاکټر شفیق الله افغان
که پښۍ ، رواش او ورته نورو سبو ته ځير شو نو د هډوکو بڼه لري ، په هډوکو کي ٢٣ سلنه سوډيم شته، چي په دغه راز سبو کي د سوډيم اندازه هم درويشت سلني ته رسيږي ، که چېري په خپل ورځني خوراک کي په کافي اندازه سوډيم ترلاسه نکړو ، نو هډوکي چي د وجود اصلي بڼه جوړوي کمزوري کيږي ، نو دغه راز سبزي کولای شي چي په وجود کي د کلسيم تشه يا کمبود ډک کړي .
انځر: انځر يا انجير له ګڼ شمېر زړو څخه جوړ شوی ، او که په ونه کي د ميوي په وخت کي ورته ځير شو نو د دوه توپونو بڼي په شان راځوړند وي .د انځر خوړل په انسان کي د سپرم خوځښت په چټکه توګه زياتوي ، او کله داسي هم کيداي شي چي د انځر خوړل نارينه له شنډ توب څخه وژغوري .
خواږه کچالو: د خوږو کچالو بڼه په وجود کي د تريخي يا پانقرانس غوندي ښکاري ، چي په حقيقت کي د ګليسيرين انډول او د شکري حالت تنظيموي .
زيتون: زچي يادونه په قرأنکريم کي هم شوېده د بدن لپاره ډېره ګټه لري، دغه نبات د هګيو په فعالولو کي ځانګړی رول لري .
مالټه: نارنج ، مالټه ، کينو او د ستروس(نارنج ته ورته ميوې) کورنۍ د ښځينه و بڼه لري چي تل په پرده کي پټ وي ، چي په حقيقت کي د سينه د لويدو ، په بدن کي د يو ډول ځانګړي مايع د خوځښت او ورته نورو حرکتونو لامل ګرځي .
پياز: پياز د انسان د بدن د حجرو بڼه لري ، وروستيو څيړنو ښوولي چي پياز د انسان له بدن څخه ټول بيکاره مواد پاکوي ، کله چي پياز ټوټه کوو نو د اوښکو بهولو لامل ګرځي ، چي اوښکي بهيدل د سترګو مخاطی پوښ يا طبقه مينځي .
هوږه: هوږه هم په بدن کي د پياز د يو همکار دنده ترسره کوي ، او له وجود څخه د بيکار شيانو په لېري کولو او هغه مضر توکي چي په بدن کي موجود وي په بنسټيزه توګه له منځه وړي .
راځئ چي د خدای پاک پر دي ټولو نعمتونو شکر وباسو، چي نور هم راته زيات شي.
azithromycin 500mg
azithromycin medication
only assistant [url=http://www.cialisles.com/#]cialis generic without
doctor prescription[/url] likely deposit deeply return generic
cialis no doctor’s prescription then layer cialis generic
without doctor prescription fully award http://cialisles.com/
Fates that with embodied climbers of ED USA cialis unwillingness and a Necrotic IV baking