دعبدالمطلب په مشرتابه کي پر مکې دابرهه يرغل
دعبدالمطلب دمشرتابه پر مهال يوه بله عجيبه پيښه پر مکه باندي دابرهه شرمونکى يرغل وو ،چي لنډ بيان يې په لاندي ډول دئ :
په دغه زمانه کي خلګو دمکې زيات درنښت کاوه هر کال به په زيات شمېر خلګ دليري پرتو سيمو څخه راتلل .
دحبشو نجاشي پاچا ابرهه ديمن آمر ټاکلى وو ابرهه دمکې دومره ډېر درنښت نه سواى زغملاى ،چي دومره ډېر خلګ دي مکې ته دحج لپاره ولاړ سي نو ځکه يې يوه لويه کليسا په دې موخه جوړه کړه ،چي خلګ دمکې څخه را وگرځي او دې کليسا ته راسي خو دده دغه کړني کومه نتيجه ورنه کړه بلکي خلګ دپخوا په څېر په لويه کچه مکې ته تلل آن تردې ،چي يو کس ددې کليسا دسپکاوي په موخه دشپې ورغلى او خپله مرداري يې پکښي وغورځول . ابرهه په دې کار سره ډېر په قهر سو يو لوى فوج يې تيار کړ، دمکې دنړېدو په موخه دمکې په لوري وخوځېدئ دجنګياليو تر څنګ يې دمکې دنړېدو لپاره فلان هم دځان سره مله کړه ،کله ،چي دمنا او مذدلفې تر منځ محصر نومي شېلې ته ورسېده فلانو ګونډه ووهل په هيڅ ډول مخ په وړاندي نه تلل .
ددوى په راتګ سره مکه وال هم خبر سوه عبدالمطلب خپل قوم ته مشوره ورکړه ،چي ددې لوى فوج سره جنګ کول زموږ لپاره شونى نه دئ ، راځئ موږ دفاعي لاره خپله کړو يعني دمکې ساتنه الله(ج) خپله کوي موږ به پر مرچلو کي کښينو که لښکر زموږ پر کورنو باندي حمله وکړه دفاع به يې کوو که يې په موږ کار نه درلودئ بلکي يوازي يې کعبه نړول موږ به هيڅ نه ورته وايو ځکه کعبه تر موږ ښه ساتونکى لري . په همدې وخت کي الله(ج) دابرهه پر فوج باندي دابابيلو مرغانو لښکر را واستوئ دابرهه فوج يې دابرهه سره له منځه يو وړئ الله(ج) دمکې والو او مکې پوره ساتنه وکړه .
تردې پيښي پنځوس يا پنځه پنځوس ورځي وروسته الله(ج) پر نړۍ ستره ځلا خوره کړه ،چي دمحمد(ص) دپيدايښت څخه عبارت ده. الله(ج) ددې پيښي يادونه په قرآن کريم کي هم کړې ده .([1])
[1] : أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (1) أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (2) وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ (3) تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ (4) فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ (5)
هذه من النعم التي امتن الله بها على قريش، فيما صرف عنهم من أصحاب الفيل، الذين كانوا قد عزموا على هدم الكعبة ومحو أثرها من الوجود، فأبادهم الله، وأرغم آنافهم، وخيب سعيهم، وأضل عملهم، وَرَدهم بشر خيبة. وكانوا …….. تفسير ابن کثير في تفسير سورة فيل .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه :
دعبدالمطلب اولادونه
Closest Methadone Clinic http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Substance Abuse Among Nurses
http://aaa-rehab.com