عبدالمطلب ( شيبة ) دمحمد(ص) نيکه
لکه مخکي ،چي وويل سوه عبدالمطلب درسول الله(ص) نيکه وو يعني دمحمد(ص) پلار عبدالله دعبدالمطلب زوى وو . دعبدالمطلب اصلي نوم شيبة وو . شيبة په عربي ژبه کي سپين ويښته ته ويل کېږي . کله ،چي دى پيدا سو دسر ځيني وېښتان يې سپين وه نو ځکه دده مور سلمي پر ده دشيبة نوم کښېښودئ . څرنګه ،چي دشيبة پلار هاشم دخپل قوم مشر وو بيا په غزه کي وفات سو تر وفات وروسته يې ورور مطلب دمشرتوب چاري پر غاړه واخيستې . دوخت په تېرېدو سره دشيبة (عبدالمطلب ) اکا مطلب دده شيبة په شتون خبر سو ،چي دده وراره يعني دهاشم زوى دئ دماماګانو سره اوسيږي نو دستي پسي روان سو دهغه ځاى څخه يې لس کلن عبدالمطلب مکې ته راوستى دعبدالمطلب تر رارسېدو وروسته خلګو فکر وکړ، ،چي دا هلک به دمطلب غلام (مريى) وي نو ځکه خلګو پر شيبة دعبدالمطلب نوم کښېښودئ ، عبدالمطلب معنا دمطلب غلام. وروسته بيا مُطَلِب خلګو ته وويل : ،چي دا زما غلام نه دئ بلکي زما دورور هاشم زوى دئ .
دوخت په تېرېدو سره مطلب وفات سو دمشرتوب چاري عبدالمطلب ته پاته سوې . عبدالمطلب دخپل پلار او اکا په څېر داسي غوره مشرتوب وکړ، ،چي تر اوسه دده په کورنۍ کي چا نه وو کړى بلکي دخپل قوم په زړونو کي يې خصوصي ځاى ونيوئ .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه :
پوښتني
Fantastic beat ! I wish to apprentice while you amend your
web site, how could i subscribe for a blog website? The account helped me a acceptable deal.
I had been tiny bit acquainted of this your broadcast provided bright clear
concept