دهاشم اولادونه
دهاشم اولادونه نهه وه ،چي څلور يې پکښي زامن او پنځه يې پکښي لوڼي وي ،چي نومونه يې په لاندي ډول دي :
دهاشم زامن
اسد ، ابوصيفي ، نضله ، عبدالمطلب .
دهاشم لوڼي
شفاء ، خالده ، ضيعفه ، رقيه ، جنته .
پاته دي نه وي ،چي دهاشم په اولادونو کي عبدالمطلب دمکې دباندي په يثرب شاوخوا کي پيدا سوى دئ هغه په دې ډول ،چي هاشم يو ځلي دشام پر لوري تلى په ناڅاپي ډول يې دلاري په اوږدو کي دبني نجار قوم ديوې ښځي سره واده وکړ، ،چي سلمى نومېده دڅو ورځو په تېرېدو سره دشام پر لوري وخوځېدئ کله ،چي فلسطين ته ورسېدئ په هم دغه هيواد کي دغزې په ښار کي مړ سو . ترشا يې دبني نجار قوم سلمى نومي ښځي له ده څخه حمل اخيستى وو دوخت په تېرېدو سره يې نارينه اولاد وزېږېدئ ، دشيبه نوم يې پر کښېښودئ دمور تر پالني لاندي لس يا دوولس کلن سو وروسته خپل اکا مطلب مکې ته بوتئ او مکې ته تر راتګ وروسته په عبدالمطلب نامه سره مشهور سو .([1])
[1] : قَالَ ابْنُ هِشَامٍ : فَوَلَدَ هَاشِمُ بْنُ عَبْدِ مَنَافٍ أَرْبَعَةَ نَفَرٍ وَخَمْسَ نِسْوَةٍ عَبْدَ الْمُطّلِبِ بْنَ هَاشِمٍ ، وَأَسَدَ بْنَ هَاشِمٍ وَأَبَا صَيْفِيّ بْنَ هَاشِمٍ وَنَضْلَةَ بْنَ هَاشِمٍ ، وَالشّفَاءَ وَخَالِدَةَ وَضَعِيفَةَ وَرُقَيّةَ وَحَيّةَ . فَأُمّ عَبْدِ الْمُطّلِبِ وَرُقَيّةَ سَلْمَى بِنْتُ عَمْرِو بْنِ زَيْدِ بْنِ لَبِيدِ ( بْنِ حَرَامِ ) بْنِ خِدَاشِ بْنِ عَامِرِ بْنِ غَنْمِ بْنِ عَدِيّ وَاسْمُ النّجّارِ تَيْمُ اللّهِ بْنُ ثَعْلَبَةَ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْخَزْرَجِ بْنِ حَارِثَةَ بْنِ ثَعْلَبَةَ بْنِ عَمْرِو بْنِ عَامِرٍ . وَأُمّهَا : عَمِيرَةُ بِنْتُ صَخْرِ بْنِ الْحَارِثِ بْنِ ثَعْلَبَةَ بْنِ مَازِنِ بْنِ النّجّارِ . وَأُمّ عَمِيرَةَ سَلْمَى بِنْتُ عَبْدِ الْأَشْهَلِ النّجّارِيّةُ . وَأُمّ أَسَدٍ : قَيْلَةُ بِنْتُ عَامِرِ بْنِ مَالِكِ الْخُزَاعِيّ . وَأُمّ أَبِي صَيْفِيّ وَحَيّةَ هِنْدُ بِنْتُ عَمْرِو بْنِ ثَعْلَبَةَ الْخَزْرَجِيّةُ وَأُمّ نَضْلَةَ وَالشّفَاءِ امْرَأَةٌ مِنْ قُضَاعَةَ وَأُمّ خَالِدَةَ وَضَعِيفَةَ وَاقِدَةُ بِنْتُ أَبِي عَدِيّ الْمَازِنِيّةُ . ابن هشام ج : ١ ص ص 108 ، جمهرة الانساب العرب ج : ١ ص :٦
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه:
عبدالمطلب ( شيبة ) دمحمد(ص) نيکه