دحضرت محمد(ص) نسب
رسول الله(ص) دحضرت ابراهيمu له اولادې څخه دئ دحضرت ابراهيمu په اولادونو کي بيا دحضرت اسماعيلu په اولادونو کي راځي ځکه درسول الله(ص) دنسب شجره په لاندي ډول ده :
محمد(ص) دعبدالله زوى دئ .
عبدالله دعبدالمطلب زوى دئ .دعبدالمطلب اصلي نوم شيبة دئ .
شيبة دهاشم زوى دئ . دهاشم اصلي نوم عمرو دئ .
هاشم دعبدمناف زوى دئ . دعبدمناف اصلي نوم مغيرة دئ .
عبدمناف دقصى زوى دئ . دقصي اصلي نوم زيد دئ ،چي يو ځل يې مکه هم جوړه کړې ده .
قصى دکلاب زوى دئ .
کلاب دمرة زوى دئ .
مرة دکعب زوى دئ .
کعب دلؤى زوى دئ .
لؤى دغالب زوى دئ .
غالب دفهر زوى دئ .
فهر دمالک زوى دئ .
مالک دالنضر کنانة زوى دئ .
النضر کنانة دخزيمة زوى دئ .
خزيمة دمدرکة زوى دئ دمدرکة اصلي نوم عامر دئ .
مدرکة دالياس زوى دئ .
الياس دمضر زوى دئ .
مضر دنزار زوى دئ .
نزار دمعد زوى دئ .
معد دعدنان زوى دئ .
عدنان د اُد زوى دئ ،چي اُدَدُ هم ورته ويل کېږي .
اُد دمقوم زوى دئ .
مقوم دناحور زوى دئ .
ناحور دتيرح زوى دئ .
تيرح ديعرب زوى دئ .
يعرب ديشجب زوى دئ .
يشجب دنابت زوى دئ .
نابت داسماعيلu زوى دئ .
اسماعيلu دابراهيم خليل اللهu زوى دئ .
ابراهيمu دآزر زوى دئ . دابراهيمu دپلار په نامه کي دمفسرينو څخه اختلاف سته خو دغه نوم يې مشهور دئ .([1])
آزر دناحور زوى دئ .
ناحور دساروغ زوى دئ .
ساروغ دراعو زوى دئ .
راعو دفالخ زوى دئ .
فالخ دعيبر زوى دئ .
عيبر دشالخ زوى دئ .
شالخ دارفخشذ زوى دئ .
ارفخشذ دنوحu زوى دئ .
نوحu دلمک زوى دئ .
لمک دمتوشلخ زوى دئ .
متوشلخ داخنوخ زوى دئ .اخنوخ دادريسu نوم دئ . دآدمu په اولادو کي يواځنى کس دئ ،چي دنبوت دوياړ تر څنگ يې په بشريت کي دلومړى ځل لپاره په قلم ليکنه کړې ده .
ادريسu ديرد زوى دئ .
يرد دمهليل زوى دئ .
مهليل دقينن زوى دئ .
قينن ديانش زوى دئ .
يانش دشيثu زوى دئ .
شيثu دآدمu زوى دئ ،چي دټوله بشريت بابا دئ .([2])
[1] : دابراهيم(ع) دپلار دنامه په اړه که څه هم مفتي محمد شفيع- په معارف القرآن کي ديو لړ تحقيقاتو وروسته ثابته کړې ده ،چي دابراهم(ع) دپلار نوم تارُح دئ ، آزر نه دئ خو زما په آند محمد علي صابوني صاحب په دې اړه ډېر ښه تحقيق کړى دئ ،چي دلاندي تحقيق څخه عبارت دئ: دابراهيم(ع) نسب : ابراهيم (ع) دتارح ، تارح دناحور ، ناحور دساروغ زوى دئ …… دده مبارک دنسب سلسله وسام ته رسيږي ،چي دنوح(ع) زوى وو. دابراهيم(ع) او نوح(ع) ترمنځ تر ١٠٠٠ کالو زيات واټن وو . دنسب دغه سلسله مؤرخينو دتورات څخه اخيستې ده او دده دپلار نوم يې تارخ (په خاء سره ) ښودلى دئ خو قرآنکريم دده دپلار نوم آزر ښودلى دئ همدا خبره درسته او داعتماد وړ دئ. کوم څه ،چي مؤرخينو ليکلي دي دتورات څخه يې اخيستى دي ، په تورات او انجيل کي دمسلمانانو له انده تحريف يقيني دئ، په دغه تحريف سوي کتاب کي ،چي کوم څه ليکل سوي دي دمسلمانانو لپاره هيڅ داعتماد وړ نه دي. ځينو مفسرينو هم دا نظر ټينګ کړى دئ ،چي دابراهيم(ع) پلار تارح وو او او آزر يې اکاوو ، کېداى سي ،چي دوى په دې موخه دده پلار تارح ثابتوي ،چي دده دمقام سره مناسبه نه بولي ،چي دى دي ديوه مشرک زوي وي خو اصلي خبره داده ،چي دده دپلار شرک دده مقام اومرتبې ته هيڅ تاوان نه رسوي ځکه هدايت او ضلالت دالله(ج) په قدرت کي دئ . هيڅ بده خبره نه ده ،چي د ابراهيم (ع) پلار دي مشرک وي ځکه موږ وينو ،چي دفرعون ميرمن آسيه(رض) مسلمانه وه او دنوح(ع) زوى کنعان کافر وو. دا داسي څه دي ،چي دانبياؤ(ع) مقام ته ډېر لږ تاوان هم نه رسوي. رسول الله(ص) موږ ته ښودلې ده ،چي دابراهيم (ع) پلار آز ر دئ ځکه دبخاري شريف په يوه روايت کي راځي : رسول الله (ص)فرمايي : دقيامت په ورځ به ابراهيم(ع) دخپل پلار آزر سره مخ سي په داسي حال کي ،چي دپلار مخ به يې په ګرځونو لړلى وي . ابراهيمM به ورته ووايي : ماتاته نه وه ويلي ،چي زما نافرماني مه کوه؟ پلار به يې ورته ووايي : نن ورځ زه ستا هيڅ نافرماني نه کوم . ابراهيم(ع) به الله(ج) ته وايي : اې خدايه ! تا زما سره وعده کړې وه ،چي دقيامت په ورځ به زه تا نه خواروم او نه به دي ذليل کوم؟ تردې به نو لوى ذلالت چيري وي ،چي زما پلار ستا درحمت څخه ناهيلى دئ؟ الله( به ده ته ووايي : ما پر کافرانو باندي جنت حرام کړى دئ . بيا به ابراهيم (ع) ته وويل سي ،چي ته خپلو پښو ته وګوره ، ابراهيم(ع) ،چي خپلو پښو ته وګوري يو ذبح سوى حيوان ،چي په وينو به لړلي وي وه به يې وويني. ابراهيم (ع) به ددغه ځاى څخه ليري سي او دى به دوزخ ته وغورځول سي.( بخاري ج : ١١ ص : ١٣٦ ط : المکتبة الشاملة). په دغه حديث کي په څرګند ډول ليکل سوي دي ،چي دابراهيم(ع) دپلار نوم آزر دئ . ابن کثير(رح) ليکلي: الله(ج) فرمايي: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (74) وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ (سورة انعام الايتان ٧٤ ، ٧٥) ژباړه : ياده کړه هغه وخت ،چي ابراهيم(ع) خپل پلار آزر ته وويل : ايا ته بتان په خدايۍ نيسې ؟ بېشکه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهي کي وينم همدا ډول موږ ښکاره کړي وه ابراهيم(ع) ته ملکوت داسمانو او مځکي . او ددې له پاره ،چي دى دپوره يقين کونکو څخه سي. په پورتني آيت کي ويل سوي دي ،چي د ابراهيم(ع)دپلار نوم آزر وو خو دنسب پوهني جمهور علماء ،چي ابن عباس= هم ددغه ډلي څخه دئ ــ وايي : دابراهيم (ع) دپلار نوم تارح وو او اهل کتاب يې په تارخ سره يادوي يعني په خاء سره او اول په حاء سره دئ.داسي ويل سوي دي ،چي تارح اصلا ديوه بت نوم ووچي پرستش يې کېدئ ده ته لقب په ورکول سوى وو.ابن جرير ليکي :صحيح خبره داده ،چي د ابراهيم (ع) دپلار نوم ازر وو ځکه قرآنکريم هم دغه نوم ياد کړى دئ . کېداى سي ،چي دپلار يې دوه نومان وه اويايې يولقب وو او بل به يې نوم وو . همدا خبره زما له نظره خوندوره ښکاري .( البداية والنهاية ج :١ ص : ١٤٢)
[2] : قَالَ مُحَمّدُ بْنُ عَبْدِ اللّهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطّلِبِ ، وَاسْمُ عَبْدِ الْمُطّلِبِ : شَيْبَةُ بْنُ هَاشِمٍ وَاسْمُ هَاشِمٍ عَمْرُو بْنُ عَبْدِ مَنَافٍ وَاسْمُ عَبْدِ مَنَافٍ الْمُغِيرَةُ بْنُ قُصَيّ ، ( وَاسْمُ قُصَيّ : زَيْدُ ) بْنُ كِلَابِ بْنِ مُرّةَ بْنِ كَعْبِ بْنِ لُؤَيّ بْنِ غَالِبِ بْنِ فِهْرِ بْنِ مَالِكِ بْنِ النّضْرِ [ ص 2 ] كِنَانَةَ بْنِ خُزَيْمَةَ بْنِ مُدْرِكَةَ وَاسْمُ مُدْرِكَةَ عَامِرُ بْنُ إلْيَاسَ بْنِ مُضَرَ بْنِ نِزَارِ بْنِ مَعَدّ بْنِ عَدْنَانَ بْنِ ( أُدّ وَيُقَالُ ) : أُدَدُ بْنُ مُقَوّمِ بْنِ نَاحُورَ بْنِ تَيْرَح بْنِ يَعْرُبَ بْنِ يَشْجُبَ بْنِ نَابِتِ بْنِ إسْمَاعِيلَ بْنِ إبْرَاهِيمَ – خَلِيلِ الرّحْمَنِ – بْنِ تَارِحٍ وَهُوَ آزَرُ بْنُ نَاحُورَ بْنِ سَارُوغَ بْنِ رَاعُو بْنِ فَالَخ بْنِ عَيْبَرَ بْنِ شالَخ بْنِ أرْفَخْشَذ بْنِ سَامِ بْنِ نُوحِ بْنِ لَمْكَ بْنِ مَتّوشَلَخ بْنِ أخنوخ ، وَهُوَ إدْرِيسُ النّبِيّ [ ص 3 ] أَعْلَمُ وَكَانَ أَوّلَ بَنِي آدَمَ أُعْطَى النّبُوّةَ وَخَطّ بِالْقَلَمِ – ابْنِ يَرْدِ بْنِ مهْلَيِل بْنِ قَيْنَن بْنِ يانِشَ بْنِ شِيثِ بْنِ آدَمَ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ . سيرة ابن هشام ج : ١ ص :١
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه :
دمحمد (ص) ټبر په کوم نامه ياديږي ؟
Amoxicillin Induce Cyp2d6 Use Of Amoxicillin Cialis Pak Dosage Walmart Prescription Prices Cheap Nexium
Rehab Near Me For Drugs http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Alcohol Group Therapy
http://aaa-rehab.com
viagra on line [url=https://viagenupi.com/#]is there a
generic viagra[/url] viagra in canada is there a generic
viagra viagra generic https://viagenupi.com/
today money [url=https://amstyles.com/#]generic ventolin inhalers for
sale[/url] greatly reputation likely math generic albuterol inhaler fair
dot generic ventolin inhalers for sale first budget https://amstyles.com/