حضرت محمد(ص) دلومړيو او وروستيو سردار دئ
درسول الله(ص) بله ځانګړتيا داده ،چي رسول الله(ص) داسي علم درلودئ ،چي په ټوله مخلوق كي يې جوړه نسته ځكه رسول الله(ص) فرمايي :
عن عائشة(رض)قال النبي (ص) ان اتقاكم واعلمكم بالله انا .([1])
ژباړه : رسول الله(ص) فرمايي : بېشكه زه ترتاسو زيات پرهيزګاره اوپه الله(ج) سره ښه عالم يم .
درسول اللهe بله بهتري داده ،چي الله(ج) يې رسالت عام كړى دئ نه يواځي ،چي د انسانانو لپاره پيغمبرليږل سوئ دئ بلکي دپېرانانو لپاره هم پيغمبرلېږل سوئ دئ نوموړى مطلب په ډېرو احاديثو اوآياتونو ثابت سوى دئ دبيلګي په ډول الله(ج) فرمايي :
وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ ([2])
ژباړه : وحي کړل سوي دي وماته چې تاسو وبېروم پدې قرآن سره او هغه څوک چې ( قرآن ) ورته رسيږي .
يعني هرڅوک ،چي قران ورته رسيږي انسان وي او که پېرى وي رسول اللهe دهغو لپاره بېرونکى اوزېرى ورکونکى دئ.
په بل ځاي کي الله(ج) فرمايي :
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ([3])
ژباړه : موږ ته نه يې لېږلى مګر لېږلى مويې دټولو خلګو لپاره زېرى ورکونکى يې ( وخلګو ته په جنت سره ) اوبېرونکى ( دخلګو يې په دوزخ سره ) مګر ډېرخلګ نه پوهيږي .
په بل ځاي كي الله(ج) فرمايي :
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ ([4])
ژباړه : اې دپېرانانو اوانسانانو ټولۍ اياتاسو ته رسولان نه وه درغلي؟ .
درسول الله(ص) بله ځانګړتيا داده ،چي الله(ج) وروستى پيغمبر ګرځولى دئ ترده وروسته بل پيغمبر نه راځي اودده دين به ترقيامته پوري چليږي .ځكه الله(ج) فرمايي :
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ([5])
مګر (محمدe) دالله(ج) رسول دئ اوختم كونكي دنبيانو دئ.
يعني تررسول اللهe وروسته بل نبي نه راځي .
رسول الله(ص) الله(ج) دټول عالم لپاره درحمت اوهدايت سبب ګرځولى دئ ځكه الله(ج) فرمايي :
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ ([6])
ژباړه : موږ ته نه يې لېږلى مګر دعالميانو لپاره مو رحمت لېږلى يې .
علامه قاضي عياضH په خپل کتاب الشفآء کي يوې باريکي نقطې ته اشاره کړې ده او وايي ،چي رسول الله(ص) پر نورو انبيآؤ(ع) باندي غوره اوبهتر دئ ځکه الله(ج) ټول انبياء(ع) په خپلو نومونو سره ياد کړي دي لکه ،چي دابراهيم(ع) په اړه فرمايي :
وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) ([7])
ژباړه : موږ اواز وکړ، ،چي اې ابراهيمه ! تا خوب ريشتيا کړئ بېشکه موږ نيکانو ته مزدوري ورکوو.
همدا ډول دنوح(ع) په اړه فرمايي :
@قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ….([8])
ژباړه :وويل سوه اې نوحه! کښته سه دهغه سلامتيا او برکتو سره ،چي زموږ دلوري څخه دي او پر هغه امتونو باندي ،چي ستاسره دي.
([2] ) سورة الانعام ، الاية ( ١٩ )
([3] ) سورة سبا ، الاية ( ٢٨ )
([4] ) سورة الانعام الاية (۱۳۰)
([5] ) سورة الاحزاب الاية (۴۰)
([6] ) سورة الانبيآء الاية ()۱۰۷
[7] : سورة الصافات الايتان ١٠٤ ، ١٠٥
[8] : سورة هود الاية ٤٨.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راتلونکي برخه :
حضرت محمد(ص) دلومړيو او وروستيو سردار دئ(۳)
یوه تبصیره
Pingback: vagragenericaar.org