(۲۷) درس:
ریا کول کوچنی شرک دئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکو اصحابانو ته وفرمايل: زه پر تاسو باندي د کوچني شرک کولو څخه زیات بېرېږم یعني په نيكو عملونو كي د ريا كولو څخه. د قیامت په ورځ چي الله جل جلاله خلگو ته د نيكو عملونو مزدوري وركوي، ريا كوونكو ته به ووايي: ولاړسئ! ستاسو لپاره مزدوري نه سته، هغه كسانو ته ورسئ چي د هغو لپاره مو نېك كارونه كول. يعني د نامه لپاره مو كارونه كول چي خلگ مو په ښه نامه ياد كړي نو هغو خلگو ته ورسئ چي د هغو لپاره مو كار كاوه هغه دي مزدوري دركړي.
دپورتنی حدیث مبارک الفاظ او حواله:
إنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ الرِّيَاءُ، يَقُولُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إذَا جَزَى النَّاسَ بِأَعْمَالِهِمْ: اذْهَبُوا إلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاءُونَ فِي الدُّنْيَا اُنْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً. (أخرجه الطبرانى: 4/253، رقم: 4301. قال الهيثمى: 10/222 رجاله رجال الصحيح، غير عبد الله بن شبيب بن خالد، وهو ثقة)
دغه هم وګوری
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …
یوه تبصیره
Pingback: vagragenericaar.org