مخپاڼه / بیلا بیل / مسلک مو مديريت کړئ!

مسلک مو مديريت کړئ!

مسلک مو مديريت کړئ!

د مسلك مديريت د ژوند تر پايه يو تمرين او روزنه ده . د کار او شخصي ژوند د دواړو عمري انډول برابرول ستوزمن کار دى. ډير شيان بدلون کوي نو د وخت سره په بدلون کولو کې مه ويريږئ.

ژوند ټول توافق او زده کړه ده . د تير ژوند د غلطيو نه د زده کړو توانايې انسان هوښياروي تر څو په راتلونكي کې په غور خوځښت وکړي . که څه هم د کاريابۍ مارکيټ کې ډير بيروبار معلوميږې ، مګر که د بدلون منونکى وي دا درسره مرسته کوي چي په هر ډول کړکيچونو اقتصادي حالاتو کي ځان وساتي ، مګر د فرصتونو د ځان خبرول ضروري دي .

نړۍ په بيړه بدلون کوي شايد د کار کولو داسى نوي فرصتونه درته پيدا شي چي تاسو ورته په پلان کي هم پاملرنه نه وي کړي . نن ورځ ډير خلك هغه مسلك لري چي د ښوونځي په وخت کى په اړه سوچ هم نه وي کړی – لکه ويب جوړوونكي ، پروګرامر، ډيټا انلايست، د الکترونيکې تجارت مدير ، د ټولنيزو رسنيو مدير ، د تلويزيوني شاپينګ پلورونکى- دا ليسټ نه ختميدونکى دى .

د کئرير مديريت پلان بايد دومره ټينګ او ټاكلي هم نه وي چي هغه فرصتونه ونه ګوري چي په نړۍ کې د بدلونو په صورت کې رامنځته کيږي.

نو بايد جوړ پلان ولرو ، مګر بايد د توافق کوونکى او ارتجاعې واوسو. په دوامداره توګه پلان و ارزوئ.

خپل ژوند او مسلک کنټرول کړئ او د هر ډول فرصتونو ليدونكي شئ !

را لېږونکی : عمادالله.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

یوه تبصیره

  1. Zentel Pills No Script Needed Chicago Furosemide No Prescription Ou Acheter Du Viagra En Suisse Cialis Amoxicillin Differs From Ampicillin Posologia Cialis 20 Mg