مخپاڼه / بیلا بیل / څنګه پخپل ځان اعتماد ترلاسته کولائ شئ؟

څنګه پخپل ځان اعتماد ترلاسته کولائ شئ؟

څنګه پخپل ځان اعتماد ترلاسته کولائ شئ؟

رالېږونکی: عماد الله

اعتماد د وړتياو او تعهد سره هميشه مل وى .

کله چى پوه شوي چي څه غواړي ، نو د ترلاسه کول لپاره يي تعهد وکړئ او په هماغه برخه کي وړتياوي ترلاسه کړئ ، نو اعتماد به مو په طبيعي ډول مل وي .

هر ورځ داسي يو کار تر سره کړئ چي ترينه ډار لري.

دا چي په تعهد او وړتياوي کار کوي، همزمان مو ورسره لاسته راوړنې زياتيږي او اعتماد ورسره وده مومى.

د لاسته راوړنو نماځنه وکړي که څه هم کوچنې وي .

ريکارډ په ليکلي بڼه وساتئ تر څو وپوهېږئ چي د کومو پړاوونو تير شوي ياست . او دغه ياداښت مو د Cv په جوړولو کى بنسټيز رول هم لوبوي ـ د پام وړ لاسته راوړنو لکه د فيصدي زيتوالې ، اهدافو ته رسيدل او يا هم د رتبي اخيستلو ثبوتونه مه هيروئ.

دا خورا مهمه ده چي بايد معلوم اهداف او تک لورى ولرئ ، ولې ترڅنګ د نوو فرصتونو د شتون نه هم ځانونه خبر کړئ.

خصوصاً تاته برياليتوب څه معنى لرئ – او برياليتوب درته څنګه ښکارئ؟ آيا د برياليتوب انځور په ذهن کي جوړولي شئ؟

نو په هغه صورت کى بيا د خپل ژوند او مسلك لپاره د لوړو اهدافو ټاكل او حاصلولو مسٶليت پخپله واخلئ . مه پريږدي چي د غلطو خلكو او منفي پيښو او همدرانګه د مايوسي ښكار شئ . د غلطيو او نيمګړتياو په باره کي ريښتنې اوسئ ، د امکان تر حد يي اصطلاح کړئ او ترينه زده کړي وکړئ او محکي تګ وکړئ .

د هغه څه چي ويريږي ورسره مخامخ شي او مخه يي وکړئ دا مو اعتماد جوړوي. هميشه د ښو لاسته راوړنو شوق ولرئ. که غر هر څومره جيګ وي په سر لار لري.

ژوند ځان موندلو ته نه وايي . ژوند يعنى د ځان جوړول . ~Lolly Daskal

اعتماد د نيکو او پوهانو سره په ناسته ولاړه کي جوړ کړئ ، هغوي چي برياليتوب ته دى رسوي او ستا برياليتوبونه درسره لمانځي .

د پرمختللو ، پوه خلكو نه يو ټولنيز جال (شبکه) جوړ کړئ څوک مو چي تشويقوي ، مشوره درکوي ، روزنه دي کوي او برياليتوب ته درسيدلو لارښوونه درته کوي .نور وڅاري او ورسره خپله پوهه او ځيرکتيا شريکه کړئ. دا چاره مو د اوريدلو مهارت لوړي او نورو ته مو مهارتونه څرګندوي .

هر کار چي په شخصي او مسلكي ژوند کي ترسره کوي بايد وړتوب يي ولرئ. داسى يو څوک اووسئ – څوک چي په هر ډول حالاتوكي مثبت اثر لري ، په زړه پورې کارکردګۍ وړاندې کوي ، غوره اړيكې جوړوي کړئ او غښتلي دوستانه منځته راوړي.

په کاروبار او شخصي ژوند کي خپله سپيڅلتوب وښايست ، وخت په موثره توګه مديريت کړئ ،د ټولو نزاکتونه ،دود او دستور اطاعت وکړئ .

په دوامداره توګه چلينجونه د خپلو مهارتونو د پرمختګ لاره وګڼي- او مهارتونه مو وغځوي او ابډيټ يي وساتئ

دوه ډوله خلک درته وايي چي تاسي په دي نړۍ کى بدلون نه مومى : هغوي چي ويرې له امله هاند او کوښښ نه کوى او هغوي چي ستا د برياليتوب ويره لرى . Goforth ~Ray

ښه خوراك وخورئ ، سپورټ وکړئ ، او د روغتيا حيال وساتئ . د نورو حال احوال واخلئ او د مشکلاتو په حل کي ورته د ملګري لاس ورکړئ .

په دوامداره ډول د خپلو لاسته راوړنو بياکتنه وکړئ او ريکارډ يي وساتئ . د غلطيو زده کړه وکړئ ، او هر ورځ دمخ په وړاندى او پورته تګ کولو لپاره حرکت وکړئ.

هر کار په وياړ تر سره کړئ ، او په لاسته راوړنو و وياړئ . او د ټولو کوچنيو او سترو برياوو يادونه او لمانځنه وکړئ .

 

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

یوه تبصیره

  1. Propecia Dosing Propecia Ejercicios Cheap Viagra Super P Force Cialis Cytotec 200pg Pharmacie En Ligne Kamagra Oral Disfuncion Erectil