مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / نیکيو ته بلنه هوښیاري او بدیو ته بلنه جهالت دئ!(۱۷)

نیکيو ته بلنه هوښیاري او بدیو ته بلنه جهالت دئ!(۱۷)

(۱۷) درس:
نیکيو ته بلنه هوښیاري او بدیو ته بلنه جهالت دئ!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک که خلک هدایت ته را وبلي هر څومره کسان چي هدایت ته راغلل (او نېک اعمال یې وکړه) دهغو ټولو ثوابونه الله جل جلاله ده ته ورکوي (داسي نه چي دهغو کسانو لپاره نو ثواب نسته بلکي هغوی ته هم ثواب سته) او که څوک خلک ګمراهۍ ته را وبولي نو څومره کسان چي دده په وجه باندي ګمراهان سوه دهغو ټولو ګناهونو سزا به ده ته ورکوي چي دده په دعوت ګمراهان سوي دي.(داسي نه چي هغو ته نو سزا نه ورکول کیږي بلکي هغوی ته هم پوره سزا ورکول کیږي)
دپورتني مبارک حدیث الفاظ او حواله:
عِنْ أَبي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِِ – صلى الله عليه وسلم -: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا». [مسلم]

نیکيو ته بلنه هوښیاري او بدیو ته بلنه جهالت دئ!

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …