(۱): د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل
د کافرانو ډولونه او نومونه:
علامه تفتازاني ؒ د ”مقاصد” په جلد: ۲، صفحه: ۲۶۸، په ۴ مه شمېره خاتمه کي د ګمراه ډلو د ډولونو، تعریفونو او نومونو په بیانولو کي لیکي:
”کوم کافر که په ژبه سره د اسلام اظهار کوي او د دننه څخه کافر وي، نو د هغه نوم ”منافق” دی، او که د مسلمانېدو وروسته کفر اختیار کړي نو د هغه نوم ”مرتد” دی، او که په څو معبودانو قایل وي نو د هغه نوم ”مشرک” دی، او که د کوم بل آسماني دین پیرو وي نو د هغه نوم ”کتابي” دی، او که د عالَم پیدایښت د زمانې طرف ته منسوبوي او هغه همېشنۍ بولي (یعني زمانه د عالَم په خالق او ازلي، ابدي مني) نو د هغه نوم ”دهریه” دی او که د عالَم د خالق څخه له لویه سره منکر وي نو د هغه نوم ”معطل” (د خدای څخه منکر) دی، او که ځان ته د مسلمان ویلو برسېره داسي عقاید ساتي چي په متفق طور کفر وي نو د هغه نوم ”زندیق” دی (په بله اصطلاح اووه ډوله کافران دي: منافق، مرتد، کتابي، مشرک، دهریه، معطل، زندیق، چي دې ته ”باطني” او ”ملحد” هم وایي)_”
په ”شرح مقاصد” کي ددې تشریح داسي کوي:
”دا واضح شوه چي کافر د هر هغه شخص نوم دی چي مؤمن نه وي، اوس که هغه په ژبه سره د اسلام دعوه کوي نو د هغه خاص نوم ”منافق” دی، او که مخکي مسلمان وو او بیا کافر شو نو د هغه خاص نوم ”مرتد” دی، ځکه چي هغه د اسلام څخه بیا ولاړی (د ارتداد معنی ده بیرته تلل، بیا تلل)، او که د یوه څخه زیات معبودان مني نو د هغه خاص نوم دی ”مشرک”، ځکه چي هغه د خدای سره شریک مني (یعني نور څه د اللهﷻ سره شریک نیسي)، او که د کوم منسوخ آسماني دین او کتاب پیرو وي نو د هغه خاص نوم ”کتابي” دی، لکه یهودي، نصراني، او که زمانه قدیم (چي د همېشه څخه ده او همېشه به وي) مني او د دنیا ټوله پیښي او موجودات د زمانې طرف ته منسوبوي (ګویا زمانه د کایناتو خالق بولي) نو د هغه خاص نوم ”دهریه” دی (د دهر معنی ده لامحدود زمانه)، او که د عالَم د خالق شتون نه مني (او عالَم د مادې په غوښتنه د خپله ځانه په پیدا کېدو بولي) نو د هغه خاص نوم ”معطل” دی او که د نبيﷺ د نبوت اقرار او د اسلامي شعایرو د اظهار کولو برسېره داسي عقیدې ساتي، کوم چي په متفق طور کفر وي، ددې خاص نوم ”زندیق” دی، ”زند” په اصل کي د کتاب نوم دی لکه د ایران د پاچا ”قباد” په زمانه کي چي مزدور وړاندي کړی وو، د هغه دا ادعا وه چي دا د مجوسیانو د هغه کتاب تفسیر دی کوم چي زردشت راوړی وو، د مجوسیانو عقیده ده چي زردشت نبي وو، د هغه زند طرف ته دا زندیق منسوب دي (یعني زندیق د زندیک معرب دی چي معنا یې ده د زند منونکی)، اسلام د هر هغه بې دینه سړي لپاره دا لفظ استعمال کړی کوم چي کفریه عقاید ساتي، دې ته په عربي کي ”ملحد” (۱) او ”باطني” وایي، ”باطنیه د هغو زندیقانو او ملحدانو د یوې خاصي ډلي نوم دی)_”[1]
(۱) : علامه ابن عابدین ؒ د ”شامي” په (جلد: ۳ ، صفحه: ۴۰۹) کي د ملحد تعریف په دې الفاظو کوي:
”والملحد هو من مال عن الشرع القویم الی جهة من جهات الکفر، من اَلحَدَ فی الدین حاد و عدل…الخ” (عن العلامه کمال پاشا) یعني ملحد هغه شخص دی کوم چي د محکم شریعت څخه د کوم کفر طرف ته تللی وي او دا لفظ ”اَلحَدَ فی الدین” څخه اخیستل شوی دی کوم چي معنا یې ده د دین څخه منحرف کېدل او لیري کېدل (دا د علامه کمال پاشا څېړنه ده).
Collect up also next to fluctuating alternate provenance Buy discount cialis online You intention disorder the u of leicester your youngs