مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / دلاري حق ورکړئ!(۱۳)

دلاري حق ورکړئ!(۱۳)

دیارلسم درس:
دلاري حق ورکړئ!
رسول الله ص فرمايي: پر لاري مه کښېنئ!
صحابوو عرض وکړ: موږ (کله کله) ددغسي مجلسونو څخه چاره نه لرو، دا زموږ مجلسونه دي چي موږ مجلسونه پکښي کوو.
رسول الله ص ورته وفرمایل: نو دلاري حق ورکړئ!
صحابوو وویل: حق یې څه دئ؟
رسول الله ص وفرمایل: نامحرمه ښځو ته مه ګورئ، د لارویانو خنډ مه جوړېږئ، دسلام جواب وایاست، خلک نیکيو ته رابلئ، او دبدو کارونو څخه یې منع کوئ.
دثواب په نیت یې تر نورو هم ورسوئ!
دپورتنی حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ – رضي الله عنه – عَنِ النَّبِيِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالْجُلُوسَ عَلَى الطُّرُقَاتِ». فَقَالُوا: مَا لَنَا بُدٌّ إِنَّمَا هِيَ مَجَالِسُنَا نَتَحَدَّثُ فِيهَا، قَالَ: «فَإِذَا أَبَيْتُمْ إِلاَّ الْمَجَالِسَ فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهَا» قَالُوا: وَمَا حَقُّ الطَّرِيقِ؟ قَالَ: «غَضُّ الْبَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلامِ، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ وَنَهْيٌ عَنِ الْمُنْكَرِ». [متفق عليه]

دلاري حق ورکړئ!

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …