نږدې ده چې داچوپ پاتي کېدل مو ووژني :
لیکنه: ډاکټر مطیع الله عطاف
غمونه مو دومره زیات دي چې دکار کولو مخه یې نيولې ده.
دلته هره ورځ زخمونه او دردونه دي .. مګر دا باید دتل دپاره وي؟
دلته هره ورځ نوي قبرونه او نوي جنازې دي .. خو دا حالت به ترکومه داسي وي؟
دلته دبې ګناه انسانو وژل امن بلل کیږي … ظلم او غصب عدل بلل کیږي … فقر او بې وزلي اقتصادي پرمختګ بلل کیږي … دلته هره ورځ لسګونه کورنۍ بې سرپرسته پاتې کیږي… خوداباید دهمیش دپاره وي ؟
نور باید دنورو ملامتیا ته دپای ټکی کښیږدو..هریو باید دخپل توان په اندازه کار وکړو … او دالله څخه مرسته وغواړو… او دا باور وکړو که مونږ د خپل مظلوم ولس دپاره کار وکړو نو مونږ به په نړۍ کي یوځواکمن ملت یو… الله تعالی فرمایي:
وَلَا تَيْأَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾یوسف
او د الله درحمت څخه ناامیدي مه کوئ د شک پرته چې د الله درحمت څخه د کافرانو پرته څوک نا امیدي نه کوي).