دعربو فرهنګي وضعيت
دعربستان په سيمه کي تر اسلام وړاندي کوم درس ځاى نه وو يعني نه داسي مدرسه او نه مکتب وو ،چي په مټ يې خلګو علوم او فنون زده کړي واى او ددغه ځاى څخه دي خلګو ته علمي ، ادبي او هنري افکار رسېدلي واى . يواځي دشعر ، خطابي او بياني فن وو ،چي په خلګو کي يې طبعًا دود موندلي وو او خلګو زياته پاملرنه هم ورته کوله که څه هم زيات خطيبان او شاعران يې دليک او لوست څخه هم بې برخي وه خو دزيات تمرين په مټ يې لوړ ، لوړ مقامونه ګټلي وه آن تردې ،چي دهغې زمانې شعرونه تر اوسه پوري دعربي ادب يوه برخه ده .
ددوى داشعارو ددود يو لامل داهم کېداى سي ،چي مرکزي عربستان دتجارت مرکز وو دزياتو سيمو څخه خلګ ورته راتلل په ځانګړي ډول دحج دادا کولو په وخت کي به تجارتي کاروانونو دمکې ولوري ته مخه کړه زيات خلګ به سره يوځاى کېدل په همدې وجه مکه دادبي مشاعرو مرکز بلل کېده دهري سيمي خلګو زيار ايستى ،چي يو شعر راوړي او دخلګو دمجموعې په وړاندي يې ووايي او ځان ته دخپل شعر معيار معلوم کړي .
ددې سره به ځينو خلګو خپلي بوللي ( قصيدې ) هم دمکې په خونه کي ځړولې ،چي ښه بېلګه يې داسلام دڅرګندتيا پر مهال دهغه قصېدو څخه عبارت ده ،چي په مکه کي ځړېدلې ، دا اوه قصېدې وې ،چي د(معلقات سبعة) په نامه يادېدلې .
ددوى په اند شعر او شاعري وياړ وو دوى به دخپلو شاعرانو زيات درنښت کاوه او دخپل قوم دبرترۍ لپاره به يې دخپلو شاعرانو نومونه يادول او دشاعرانو لرل به يې دخپل قوم دعزت په موخه سند ګرځاوه . مګر دخپلو ماشومانو ښووني او روزني ته يې هيڅ پاملرنه نه کول همدا لامل وو ،چي دمکې او حجاز دسيمو زيات خلګ په ليک او لوست نه پوهېده .
ديادوني وړده ،چي په هغه وخت کي درې علوم وعربو ته په ميراثي ډول پاته وه لومړى داچي دوى به دستورو پېژندنه کول او په مټ به يې ځان ته دباران د اورېدلو وخت معلوماوه، دوهم داچي پل زني به يې زده کول او دوى پدې کار کي زيات مهارت هم درلودئ دريم داچي دنسبونو زده کړه به يې کول او پدې لاره کي يې هم زياتي هڅي کولې اوددې فن په يادولو کي هيڅ ډول زيار نه سپماوه.([1])
[1] : وَلَكِنّ الْقَذْفَ بِالنّجُومِ قَدْ كَانَ قَدِيمًا ، وَذَلِكَ مَوْجُودٌ فِي أَشْعَارِ الْقُدَمَاءِ مِنْ الْجَاهِلِيّةِ ….. الروض لانف ج : ١ ص : ٣٥٤ فصل في الکهانة ، انساب الاشراف ج : ٣ ص : ١٩٨ ، عشائر العراق ج : ١ ص : ٣٧ ، احوال القبائل ، سبل الهدى والرشاد ج : ١ ص : ١٣١ ، الروض الانف ج : ١ ص : ١٧٤ .
راتلونکې برخه:
پوښتنې