دځیني توبه ګارو لویه تیروتنه
لیکنه: حامد افغان
نن سبا ځیني داسې خلک لیدل کیږې چې له ګناهونو توبه ګار سې دینداري پیل کړي ، پنځه وخت لمونځ او نور سنت عملونه خپل کړي ، دیني وضعه قطعه برابره کړي ، خوپه دي وخت کې شیطان دده ذهن ته یوه خطرناکه اندیښنه پیچکاری کړي.
هغه دا چې دی فکر کوي ډیر خلک بیلارې دي او په مختلفو ګناهونو بوخت دي ،
دلته نو ځان ته غاره شي چي ته خو اوس پر دین مستقیم شوی یې او پوره دینداره یې اوخلک خو هلاک او برباد دي او ټول د جهنم لورته روان دي، په داسې حالت کې په ده کې دوه ناروغي په یوه ځای پیداسي یو په خپل عمل مغرور کیدل اوبل خلکوته په سپکه کتل چې دا دواړه هلاکوونکي خویونه او ډیر بد خصلتونه دې .
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :
إذا قال الرجل هلك الناس فهو أهلكهم ( رواه مسلم و ابوداود)
یعني چي یوڅوک ووایې :خلک ټول هلاک شول نودی ترټولو ډیر هلاک سو ، امام ابوداود رحمه الله ددي حدیث په شرح کې وایې:
داخبره چې یوڅوک په دي نیت وکړې چې په خلکو یې زړه خوږیږې او په خپل عمل مغرور نه وې نو شاید پروابه نلري خو که یوڅوک داخبره په داسې حالت کې وکړې چې خپل ځان ډیر دینداره ورته ښکاري اوپه خپل عمل غرور کوې بیانو دا خطرناکه خبر ده داباید ونه کړل سي .
موږ مخکې یادونه وکړه چې ځیني هغه خلک چې نوې یې توبه ایستلي وي او د دینداری خوند یې هم څکلی وي ، شیطان دهغه له پاره داسې لاري لټوي چي دی په ځان هم نه وي خبر او هغه هلاک کړی وي، بناء مسلمانان وروڼه باید دشیطان ګڼ شمیره دروغو اوچلوټیو ته ځیر واوسې اوپه تیره هغه وروڼه چې علمي پانګه یې کمه وې هغوی باید ګام په ګام له نیکو او بي غرضه علماو لارښوونه ترلاسه کړي اوزموږ دا پیغام باید تل په یاد ولري .