مخپاڼه / بیلا بیل / قناعت یواځنۍ حل دی

قناعت یواځنۍ حل دی

قناعت یواځنۍ حل دی

IMG23343631

ليکنه حامد افغان

لوی څښتن ددی نړۍ نظام داسي جوړ کړی دی چي دلته هیچاته هم هرڅه نه رسیږي له دې ستونزي سره هرڅوک لاس او ګریوان دی که هغوی لوی خلک او او شتمن خلک وي او که غریب او بي وسه خلک( ولکم فیها ما تشتهی أنفسکم (۳۱فصلت)چي څه مو زړه غواړی هغه به په جنت کې دي هوکي په جنت کی به هرڅه وي په دې نړۍ کی هرڅه نشته دلته هیڅوک هم خپلي ټولي غوښتني نشي ترلاسه کولای.
په دې نړۍ کې هرسړی دناامیدی(frustration )ښکار لیدل کیږی هرسړۍ له ذهني ستونزو سره لاس او ګریوان دی داځکه چي که دلته دیوچا نه نوي غوښتني پوره شي او ایله یوه یې ناپوره پاتي شي بیا هم دی خپه او خوابدۍ وي دانسان مزاج داسي جوړ شوی دی چي له سلو په کمو نه راضي کیږي او دفطرت له قانون سره سم په دې نړۍ کی دچا سل په سلوکي غوښتني نشي ترسره کیدای دنفسي غوښتنواوځمکنیو واقعیتونو  په منځ کي دې تضاد ټول خلک له ذهني ډاډ نه محروم کړي دي .

ددې ستونزي حل دا نه دی چي تاسو د (الهکم التکاثر) روحیات خپل کړئ په دی ډول نفسیاتوسره ستاسو ستونزي نوري هم زیاتیږي ددي ستونزي حل یو دی او هغه قناعت خپلول دي دقناعت مطلب دادی چی ته کوم څه لري او ترلاسه کړي دي دي هغه دفطرت دویش پایله وبوله او په هغه راضي اوسه !
دفطرت په ویش چي څوک نه راضي کیږي هغه حریص بلل کیږي او ددي په مقابل کې قناعت دې ته وایي چي انسان د فطرت په ویش راضي ي
او دذهني ډاډ او ذهني نارامی اسباب هم دادي که یوڅوک پوه شي چي څه ورته رسیدلي داد فطرت د قانون دویش په پایله کي دي چا له ده سره ظلم نه دی کړی نو دا سړی به له بیځایه ذهني نا ارامی څخه ژغورلی پاتي شي.

داخبره په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي کړې ده :

قد افلح من أسلم ورزق کفافا وقنعه الله بما آتاه (مسنداحمد ۲ټوک مخ ۱۶۸) یعني هغه څوک بریالی دی چي اسلام یي ومانه او داړتیا پوره کیدلوپه اندازه روزي ورته ورسېده او الله په هغه څه قناعت ورکړ چي کوم یې ورکړي دي.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …