له یوه هوښیار نه چا پوښتنه وکړه چې داسي څوک پیژنې چې دعاوې یې قبلیږي (مستجاب الدعوات)؟ هوښیار ورته وویل: نه داسي کس نه پیژنم، خو هغه څوک پیژنم چې دعاوې قبلوي .
که له الله جل جلاله سره څوک په اړیکو کې رښتينی شي مخلوق ته به هیڅکله اړ او احتیاج نه شي. او د هوښیار د خبرې مطلب دا ده چې په هغو خلکو پسې منډي مه وهئ چې دعاوې یې قبلیږي یعني’مستجاب الدعوات’ وي بلکي باید دعا قبلوونکی وپيژنو او له هغه سره د اړيکو ټینګولو کوښښ وکړو.