مخپاڼه / بیلا بیل / دسپېڅلي لارښود سپېڅلي لارښووني

دسپېڅلي لارښود سپېڅلي لارښووني

دسپېڅلي لارښود سپېڅلي لارښووني

دسپېڅلي لارښود سپېڅلي لارښووني

لیکوال: مفتي عبدالهادي حماد

درنو لوستونكو! دستر سبحان دستري لوروني په لړ كي يوه لويه نيكمرغي دا ده چي دبشريت دلارښوني لپاره يې زموږ خوږ او سپېڅلي لارښود حضرت محمد (ص) رالېږلى دئ نوموړى مهربان لارښود دلوراند څښتن تعالي (ج)په لارښوونه ټوله بشريت ته داسي لارښووني كړي دي چي كه په رښتين ډول باندي عمل ورباندي وسي نو تل تر تله به دبشريت لپاره ددنيا او اخرت دښېرازۍ سبب وي له همدې امله په دې ليكنه كي ددغه سپېڅلي لارښود ځيني لارښووني بيانوو څو  زموږ ددنيا او اخرت دبرياليتوب لامل سي:

۱: عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الدِّينُ النَّصِيحَةُ … صحيح مسلم ورقمه : ۸۲

ژباړه: دين دخلګو لپاره دنيك مرغۍ ښودنه كوي.

تشريح: دانسانانو لپاره دين يوه داسي وسيله ده چي انسانانو  ته داسي ښودنه كوي چي په هغې كي دانسانانو فلاح ، صلاح ، دنيوي او اخروي برياليتوب وي .

۲:…قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ… متفق عليه ورقمه للبخاري ۵۷۰۲ وللمسلم ۴۷۷۹.

ژباړه : انسان به دهغه چا سره مل وي چي مينه ورسره لري.

تشريح: درسول الله(ص) دپورتنۍ مبا ركي وينا مطلوب دادئ چي كوم كس چي دڅه سره مي  لري دهغه سره به وي يعني داچي كه چا دالله(ج) او محم(ص) سره مينه درلوده په دنيا او اخرت كي به ورسره ملګري وي يعني داچي په دنيا او اخرت دواړو كي الله(ج) به دده ساتنه كوي همدا ډول دمحمد3 لارښووني به په دنيا كي دده لپاره دپرمختګ لامل وي او په آخرت كي به دده شفاعت كوي ، او كوم څوك چي دمال سره مينه لري يا دنورو فاحشو شيانو سره مينه لري دهغوى سره به په دنيا او اخرت دواړو كي ملګرى وي يعني داچي دښوو ملنه  مسلمان هوسا او باعزته كوي ،  دبدو ملنه به  مسلمان په دنيا او اخرت دواړو كي رټي.

دپورتني حديث ښه روښانتيا په نورو حديثونو هم سوې ده چي دبيلګي په ډول دحضرت انس بن مالكS حديث رانقلوو چي صحيح مسلم په (۴۹۷۵) شمېره داسي رانقل كړى دئ: يوه ورځ يوه صحرايي كس درسول الله(ص) څخه پوښتنه وكړه چي يارسول الله(ص)! قيامت به كله وي؟ رسول الله3 په جواب كي ورته وفرمايل: دقيامت لپاره دي څه تياري نيولې ده؟ ده په جواب كي ورته وويل: كومه تياري او امادګي خو نه لرم مګر دومره خبره ده چي زه دالله(ج) او دده(ج) درسول(ص) سره مينه لرم، رسول الله3 ورته وفرمايل: ته به دهغه چا سره يې چي ته ورسره مينه لري. يعني داچي رسول الله3 خو به په جنت كي وي ته به هم په جنت كي يې او الله( هيڅكله خپل دوستان دوزخ ته  نه اچوي بلكي حتما نعمتونه وركوي نو تاته به هم نعمتونه دركړي او جنت ته به دي داخل كړي.

3: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الدُّعَاءُ مُخُّ الْعِبَادَةِ. (ترمذي ورقمه ۳۲۹۳)

ژباړه : رسول الله3 فرمايي : دعا اصل عبادت دئ.

تشريح : دعا دلغت اړخه دبلني په معنا باندي ده او په عمومي ډول دڅه غوښتلو په ځايونو كي استعماليږي او كله يوازي الهي ذكر هم په تعبريږي خو داخبره زياته دپام  وړ ده چي دعا اصلا ددې محمدي امت اعزاز دئ ځكه كعب الاحبار ليكي : په تېره زمانه كي ددعا ځانګړتيا يوازي انبياؤ عليهم السلام درلوده ، الله(ج)انبياؤ عليهم السلام ته امركاوه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم كله چي سيدنا محمد(ص) الله(ج) په پيغمبرۍ ولېږئ نو دده(ص) امت ته يې دا ځانګړتيا وركړه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم.(تفسير ابن ابي حاتم ، تفسير ابن كثير تحت تفسير سورة غافر الاية ۶۰ وايضا تفسير معارف القرآن بحوالتهما)

مفتي محمد شفيع(رح)  دتفسير مظهري په حواله ليكي: داچي دعا ته اصل عبادت ويل سوى دئ نو موخه ځني داده چي هر عبادت  دعا ده او هره دعا عبادت ده ځكه عبادت دهغه تذلل او عاجزۍ څخه عبارت دئ چي دخپل مولا په وړاندي كيږي او همدا ډول دعا ددغه تذلل ترڅنګ په عاجزۍ سره دخپل مولا ولوري ته  لاسونه اوږدول دي او ددعا تذلل چي لاسونه هم پكښي پورته كيږي تر عبادت زيات دئ ، همدا لامل دئ چي دعا  ته اصل عبادت ويل سوى دئ بله خبره  لا داهم ده چي اصل عبادت له دې امله ورته ويل سوى دئ چي دعبادت موخه دالله( رضا ،  ددوزخ څخه خلاصون او دجنت غوښتل دي ، كله چي څوك دعا كوي همدغه شيانو غواړي نو ځكه دعبادت اصل يا مغز ورته ويل كيږي.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

9 تبصیری

  1. What’s Taking place i am new to this, I stumbled upon this I
    have found It positively useful and it has aided me out
    loads. I hope to contribute & assist different customers like its helped me.
    Good job.

  2. imagine when will cialis be over the counter objective
    celebrity [url=https://getcialistabsfasty.com/]when will cialis be over the counter[/url] yield https://getcialistabsfasty.com/

  3. anyone [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine quizlet[/url] propose
    contraindication of chloroquine public https://chloroquinego.com/

  4. active ingredient in viagra [url=https://viagenupi.com/#]viagra substitute[/url] female viagra pill viagra substitute
    gnc viagra alternative https://viagenupi.com/