له ډوډۍ خوړلو وروسته دا اووه کارونه مه کوئ!
رالېږونکی: ډاکټر میرویس مایار
لومړی: له هر څه مخکې له ډوډۍ خوړلو وروسته ژر اوبه مه څښئ، دا ځکه چې د معدې د تېزابو د رقيق کېدو لامل کېږي، نو بايده دي چې نيم ساعت مخکې يا وروسته اوبه وڅښئ.
دويم: په عمومي توګه هېڅ سګرېټ مه څښکوئ، خو که بیا هم پرې روږدي یئ او نه درېږئ، نو له خوړو پرلپسې وروسته سګرېټ څښکول د نه بښلو وړ ګناه ده، سګرېټ د معدې محيط تېزابي کوي ، سګرېټيان بايد له خوړو نيم ساعت مخکې سګرېټ وڅښکوي.
درېيم: مېوه مه خورئ: د موږ له بدو عادتونو څخه داده، چې له خوړو وروسته مسلسل مېوه خورو، نو بايده دي، چې له خوراک نيم يا يو ساعت مخکې یا وروسته ميوه وخورو، ځکه چې د معدې د نفخ سبب کېږي خو پخه مېوه بیا دومره ستونزه نه لري.
څلورم: حداقل نيم ساعت له خوړو مخکې يا وروسته حمام وکړئ، او توصيه کېږي، چې په ګرمو اوبو ځان مينځل د وينې پر جريان د معدې په اطرافو کې اختلال ايجادېږي، او د خوړو پر هضم منفي تاثير لري.
پنځم: کم ازکم يو يا نيم ساعت له خوراک مخکې يا وروسته پياده وګرځئ، له ډوډۍ خوړلو وروسته پياده ډول اوږد واټن وهل د خوړو هغه تدريجي هضم ته تاوان رسوي.
شپږم: له خوراک وروسته په دې ډېر تاکيد کېږي، چې سړی بايد ويده نشي، کم تر کمه له خوراک دوه ساعته وروسته بايد سړی ويده شي، نو له همدې امله د ماخوستن ډوډۍ ناوخته خوړل يوه اشتباه ده.
اووم: چای مه څښئ. په مېلمستياوو کې به دې ډوډۍ نه وي خلاصه کړې،چې مخ ته دې چای کېږي. چای معده تېزابي کوي او د معدې پر معدني موادو منفي اغېز لري ، له ډوډۍ وروسته دې مايعات نيم يا يو ساعت بعد مصرف شي.
2 تبصیری
Pingback: doctor7online.com
Pingback: vagragenericaar.org