مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کی لوی مفاهیم ۲۳په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۲۱)

لیکنه: حامد افغان

په الله باور

یوه ورځ کار ته را نغی په سبا یې د کار څښتن ته عذر وکړ هغه ته خو د ده اخلاص معلوم و فکر یې وکړ شاید د معاش کمښت به وي ورته ویې ویل: سل افغانۍ مې درزیاتې کړې، ده غږ هم ونکړ په کار بوخت شو. څو ورځې وروسته بیا له کاره پاته شو بله ورځ چې کار ته راغی د کار څښتن ورته غوسه و ورته کړه یې: معاش مې هم در زیات کړ ته بیا هم کار ته ښه نه راځې، هغه سل افغاني مې بیرته کمي کړې، ده بیا هم څه ونه ویل په کار بوخت شو.

د کار څښتن یې دې چلند ته هک پک پاته شو له ځانه سره یې وویل: چې معاش مې ورزیات کړ هیڅ یې ونه ویل! اوس مې چې په غوسه د معاش کمولو ورته وویل بیا یې هم څه ونه ویل! خوات یې ورغی او دا خبره یې هغه ته وکړه چې په دواړو حالاتو کې دي هیڅ هم ونه ویل؟! هغه ورته وویل: لومړی ځل کار ته ځکه رانغلم چې کورواله مې ناروغه وه او زوی مې پیدا شو چې راغلم تا معاش رازیات کړ ما وویل چې د زوی روزي مې الله رازیاته کړه، دویم ځل له کاره ځکه پاته شوم چې مور مې وفات شوې وه چې راغلم او تا معاش بیرته کم کړ ما وویل چې د مور روزي مې بنده شوه!! .

یو حکیم وایي

یو حکیم د ډیرو خلکو په منځ کې ناست و او د حکمت ملغلرې یې شندلې اخیر یې یوه داسي ټوکه وکړه چې ټولو ناستو خلکو د لیونیو په شان په کړس کړس ورته وخندل ، نیمه ګینټه وروسته یې هغه ټوکه بیا تکرار کړه نیمایې خلکو وخندل او نور چوپ پاتي شوو یو څه وروسته یې بیا تکرار
کړه کمو خلکو وخندل او یوڅه وروسته یې چې بیا تکرار کړه هیچا هم ونه خندل نو یې خلک مخاطب کړل : زما د ټوکي په اړه ستاسو غبرګون
ولي په دومره کم وخت کې تغیر وکړ په داسي حال کې چې د درد او غم په زخم په کلونو کلونو ژاړئ ؟!!

فکري بلوغ

ځیني يارانو یو وخت شپه ورځ یوه کړې وه د فقهي په اختلافي مسائلو به یې رسالې ته ورته اوږدې ليکنې کولې ما به ورته ویل: يارانو له جنجالونو تېر شئ د یووالي لورته خلک دروبولئ خو دوی نه اوریدل، عجیبه دا ده چې اوس هغه خلک په مليګیرایي کې د سیکولرزم پولو ته رسیدلي دي! .

دا ډول فکري ښکته پورته کیدل د باور وړ نه دي، دا خلک په فکري لحاظ نابالغه دي، فکري بلوغ، کره توب او سړيتوب مهم دی، په یوه حدیث کې راغلي ” ولاتکن إمعة ” د دې مطلب همدا ده چې پر حق ټینګ اوسه د هر چا او هر فکر لرونکو خبرو ته د تسليمي سر مه ښکته کوه.

 د خیر سړی

د سعودي په شمالي ښار “تبوک” کې مې د یوه لوی او ښایسته جومات په دیواله لوحه وليدله د جومات د جوړیدو له تاریخ او نورو لیکلو لاندي په کوچني سايز لیک کښلي و: بناها فاعل الخیر، یعني “د خیر سړي جوړ کړی دی” .

د ملګرتیا اصول

یو هوښیار وایي: خپلو زامنو ته د نویو ملګرتیاو جوړولو او د زړو د پاللو چل ورزده کړئ، که نوې ملګرتیا جوړول سپین زر ده نو زړه هغه پالل سره زر ده، د کلکې ملګرتیا اصول وروښیئ چې هغه امانتداري، ګډون او ورکړه دي.

1) امانتداري: یعني له یوه ملګري سره د بل مال، اولاد، خبرې او اسرار امانت دي.
2) ګډون: یعني یو به له بل سره خپل غمونه، دردونه، خوشالي او خپګان ګډوي.
3) ورکړه: یو ملګری به بل ته له خپل وس سره سم هیڅ ډول ورکړه او مرسته نه سپموي.

ابلیس هم نصیحت کاوه چې ادم او حواء علیهما السلام ته یې وویل: هل أدلکم على شجرة الخلد وملک لا يبلى، تاسو ته داسې ونه درونه ښیم چې په خوړلو سره به یې تلپاته وئ او پاچهي به مو نه زړیږي، نو هر نصیحت کوونکي ته غوږ مه نیسئ.

ویده نه پوهیږي چې خوب ویني کله چې راویښ شي پوه شي، له اخرت نه غافل هم په خپل غفلت هلته پوه شي چې مرګ ورته راورسیږي. یا الله د غافلینو له ډلې مه مه ګرځوه.

و قاضي وایي: ماته تر اوسه داسي دوسيه نده راغلې چې مور او پلار خپله لور عاقه کړې وي، د مور او پلار د عقوق او نافرماني ټولې قضیې د زامنو له خوا وي، خو له دې سره بیا هم د ډیرو خلکو چې لور پیدا شي پرې خپه وي! .

چینایي فیلسوف کنفوسیوس (پیدا 551 ق.م/مړ 479 ق.م) Confucius 孔夫子 وایي: بې له فکره زده کړه ضایع شوې هڅې دي او بې له زده کړي فکر خطرناک کار دی.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

2 تبصیری

  1. I would like to thank you for the efforts you have put in writing this web site. I’m hoping the same high-grade web site post from you in the upcoming as well. In fact your creative writing abilities has inspired me to get my own blog now. Really the blogging is spreading its wings rapidly. Your write up is a great example of it.

  2. Greetings! I know this is kinda off topic nevertheless I’d figured I’d ask. Would you be interested in trading links or maybe guest authoring a blog article or vice-versa? My blog discusses a lot of the same subjects as yours and I believe we could greatly benefit from each other. If you might be interested feel free to send me an e-mail. I look forward to hearing from you! Great blog by the way!