مخپاڼه / بیلا بیل / داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري(دوهمه برخه)

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري(دوهمه برخه)

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري

داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

توازن اواعتدال: دنورو قوانينو په پرتله داسلام دوهمه ځانګړتيا توازن او اعتدل دئ، چي دبشريت لپاره په جوړ سوي قانون کي يې په هره برخه کي رعايت کړى دئ، دمثال په دول نارينه او ښځه دواړه دژوند دوه مهم اجزا دي ، چي ددواړو په شتون سره دنړۍ دپرمختګ او ژوند کولو چاري مخ په وړاندي ځي داسلام سپېڅلي دين ودواړو ته په مساوي اندازه حق ورکړى دئ. داسلام پرته نور داسي قوانين سته، چي ښځي بيخي ديوه حيوان يا شتمنۍ په څېر ګڼي ددوى په آند ښځه نسي کولاى ، چي ديوه ځاى يا شتو مالکه جوړه سي، نه هم په دغه جايداد کي تصرف کولاى سي ،نه هم دخپل ځان اومال مالکه جوړېداى سي. آن تردې ، چي دپوهانو په منځ کي يې داڅېړنه هم تر بحث لاندي وه، چي په ښځه کي دانسان روح پوکېږي او که دحيوان روح پکښي پوکېږي.دبله اړخه بيا ځيني خلکو ښځو ته دنارينوو سره برابر ذمه دارۍ ورکړي دي يعني داچي ښځو په وړاندي يې داسي پرېکړه کړې ده  ، چي دوى به ټولي هغه دندي ترسره کوي کوم ، چي نارينه يې ترسره کوي سره ددې ، چي دښځي فکر ، جمسي قوت ، رواني قوت تر نارينه کمزوى دئ همدا ډول کوم فطري عوارض او کمزوريان، چي ښځي ته پيښيږي ددې لاره سختوي، چي دا ټولي هغه دندي ترسره کړي کومي ، چي نارينه يې ترسره کوي دوى دښځي اړونده هيڅ پورتني توپيرونه په نظر کي نه دي نيولي. دښځو په وړاندي دغه تګ لاره که څه هم په ښکاره ددې څرګندونه کوي،چي دښځو حمايت سوى دئ مګر په حقيقت کي ددغه ازاد ژوند پايلي به بې حيايي، اخلاقي خرابي ؛او ناعلاجه ناروغۍ وي همدا ډول به ښځي ددې زغم نور ونه لري، چي دغه دندي ترسره  کړي او نه به يې په توان وي ځکه ښځه په جسمي او داسي نورو قوتونو کي تر نارينه کمه ده کله هغه ټولي دندي ترسره کولاى سي کوم ، چي نارينه يې ترسره کوي. داخو دانسانو کمزوري فکرونه دي اسلام داسي نه دئ بلکي انسان ونارينه او ښځي ته په مساوي ډول حق ورکړى دئ لکه ، چي الله( فرمايي:… وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ…

يوه خبره ديادولو وړ ده هغه داچي دنارينه او ښځي په جسمي او رواني توانايۍ کي توپير سته په همدې لحاظ دماشومانو تربيه او پالنه ښځو ته وردغاړي سوې ده. کسب او ګټه نارينوو ته وردغاړى سوې ده، په دغسي ډول سره دا ډېر ښايسته اصول دي،چي ديوې کورنۍ بقاء پکښي رامنځته کېږي، داخلاقي قدرونو ساتنه پکښي کېږي او هم دښځي لپاره دنه برداشتېدونکو دندو او تکليفون څخه خلاصون دئ.

داسلام توازن او اعتدال نه يوازي ، چي دنارينه او ښځي لپاره دئ بلکي دټولو مالدارانو ، غريبانو، آجرانو ، مزدورانو او دعوامو خلکو لپاره اسلام ډېر غوره توازن او اعتدال په نظر کي نيولى دئ، همدا ډول ددولتدارۍ په وړاندي ، دمجرمانو دجرم څخه دمتاثره مظلومانو تر انصاف او په داسي نورو پيښو کي ، چي داسلام کوم انصاف ، اعتدال او توازن ترسترګو کېږي دانسانانو له خوا، چي په تېرو زمانو کي کوم قوانين جوړ سوي دي په هغو کي ددغسي اعتدل او توازن مثال لا هم نه پيداکېږي.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …