مخپاڼه / بیلا بیل / مسجدونه

مسجدونه

مسجدونه

لېکنه : مفتي عبدالهادي حماد

مسجدونه

الحمدُ لله نحْمَده، ونستعينُه ونستهدِيه، ونستغفِرُه ونتوبُ إليه، ونعوذُ بالله مِن شرور أنفسنا وسيِّئات أعمالنا، مَن يَهدِه الله فلا مضلَّ له، ومَن يُضللْ فلا هاديَ له، وأشهد أن لا إله إلاَّ الله وحْده لا شريكَ له، وأشهد أنَّ مُحمدًا عبدُه ورسوله، معلِّم أمَّته، صلَّى الله عليه وعلى آله وصَحابته السائرين على نَهْجه والمهتدين بهديه، وسلَّم تسليمًا كثيرًا.

أمَّا بعدُ:

اِنَّمَا يَعْمُرُ مَسٰجِدَ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَى الزَّكٰوةَ وَلَمْ يَخْشَ اِلَّا اللّٰهَ  فَعَسٰٓى اُولٰۗىِٕكَ اَنْ يَّكُوْنُوْا مِنَ الْمُهْتَدِيْنَ     18

دا خبره یقیني ده،چي دالله( مسجدونه هغه څوک جوړوي،چي پر الله( او داخرت پر ورځ باندي ایمان لري، لمونځ کوي زکات ورکوي او دالله( پرته له بل چا څخه به بیریږي، نو نژدې ده،چي دا کسان به دحقي لاري مندونکو څخه سي.

په جماعت کي دمسلمانانو اجتماعي ګټي:

مسلمانان هغه وخت خپلي ټولي اجتماعي، فرهنګي او مذهبي ګټي ساتلای سي څو داسلام دستر لارښود حضرت محمد3 دهدایت مطابق دیو موټي کېدو لپاره ټول په محبت او ورور ګلوۍ سره وویني البته په لاندي وختو کي:

۱:دیوه محل خلک په شپه او ورځ کي پنځه ځلي.

۲: دڅو محلونو خلک په اونۍ کي یو ځلي.

۳: دټولو ښار خلک په کال کي دوه ځلي.

۴: دټولي دنیا خلک په عمر کي یو ځل پر عرفات باندي.

یاد ملاقاتونه ټول په مسجدونو کي کیږي حال داچي مسلمانان دخپل منځیو اړیکو لپاره لاندنۍ اړتیاوي لري:

الف: مسلمانان له یو بل سره په مینه ، مینه وګوري او خپل فرهنګ او عنعنات وساتي دنورو تر اغېز لاندي را نه سي هغه فرهنګ،چي هر ملت ته دمور حیثیت لري، په مینه یو بل سره لیدل په اتفاق کي ممکن دئ.

ب: مسلمانان دخپلو مشروع حقوقو ساتلو لپاره یو موټي سي.

ج: دیني احکام زده کړي، څو پردي خلک داسلام په نوم داسي احکام ورباندي ونه تپي ،چي هغه په حقیقت کي داسلام برخه نه وي لکه په نړۍ کي ځیني تشدد امیزه کړني،چي مسلمانان یې سخت تر نیوکو لاندي راوستلي دي.

د: خپل منځی تعاون څو دنورو داحتیاج څخه خلاص سي.

هــ: یو دبل فکري تسلیت،چي داتفاق او اتحاد ستر لامل کیږي او دیو بل سره دمحبت وسیله جوړيږي.

یاد شیان ټول هغه مهال عملي کېدای څو عام مسلمانان دجماعت پابندي وکړي درسول الله3 دهدایت سره سم پنځه وخته جماعت ته حاضر سي، دجمعې لمانځه ته حاضر سي، عیدګاه ته حاضر ، دحج دادایني لپاره بیت الله ا لحرام ته ولاړ سي.

او درسول الله3 یاد هدایت که چا عملي کړی وي نو په ډاګه ویل کېدای سي،چي دمسلمانانو په ژوند کي ددوی دمادي او اخروي ګټو لپاره ستره کار خانه مسجد دئ او مسجد هغه کور دئ،چي دمسلمانانو دفرهنګ ساتلو، دنیوي ترقیو،  الهي رضا او اخروي ګټو ضامن دئ.

پایلي:

مسجد دمسلمانانو فرهنګ ساتي.

مسجد مسلمانانو ته ا تفاق راوړي.

مسجد دمسلمانانو دنیوي ترقي رامنځته کوي.

مسجد مسلمانانو دپردیو داعتراضونو څخه ساتي.

مسجد مسلمان دتشدد او پردي رنګ څخه ساتي.

مسجد ددښمن لاس نیسي.

مسجد مسلمانانو ته دا پیغام ورکوي،چي دتمامو دینونو سره صمیمیت کي داصولو سره سم ژوند وکړي او سالمه مبارزه وکړي څو دټولو حقوق پکښي خوندي سوی وي.

مسجد دمسلمانانو دفکري یووالي سمبول دئ.

مسجد دژوند دتمامو ادابو ښوونکی دئ.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

8 تبصیری

  1. allow [url=https://cialsagen.com/#]buy viagra[/url]
    viagra generic online usa pharmacy viagra prescription inquiry https://cialsagen.com/

  2. Couples Drug Rehab

    Outpatient Drug Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Inpatient Drug Treatment Facilities
    http://aaa-rehab.com

  3. Thy upon dishonest will spot a lax Canadian generic cialis Soapless barren: A bivalent ill will

  4. fast cross [url=https://amstyles.com/#]generic ventolin[/url] through structure direct failure ventolin hfa inhaler for sale please wear generic ventolin weekly diamond https://amstyles.com/